غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65741
مصطفی ارین
دخبریدو نیټه : 2015-12-27


بحث دې کړم قیصه دې کړم تراب دې کړم
پاڼه ، پاڼه ټول دې کـــړم کـتاب دې کــړم
تا د سـتورو خــوي ســـره عــادت کـــــړمه
لـــوړ دې تر آســمـان کــړمه عـقاب دې کــړم
دومـره دې نژدې کـړم چیرته ورک نـشم
ځان پورې دې تاؤ کړمه حجاب دې کړم
څـنګه دې خـمار راباندې مات کـړلــو
خم شوې راته خوم دې کړم شراب دې کړم
اوس په تـبرک مې خلک مخ ګــوري
څومره دې سوچه کړم دثواب دې کړم
پرښـــه د شــبنم وم د ګلاب پرمـخ
پرښه د باران دې کړم سیلاب دې کړم
اوس خــو راته مــه وایه چــې غلى شه
اوس چې دې راویښ کړم انقلاب دې کړم
دومـره ګوره ژر مـې خیاله مـه باسه
اوس چې په یو څو کسو حساب دې کړم
مخکې سپيلنې وم چې دا اوس څنګه ؟
رنګ دې د سروشوڼډوکړم عناب دې کړم
اوس دې د آرین په سترګو وکتل
اوس دې زمزمه کړمه رباب دې کړم