ملاذاکره ! د نص په شتون کې فتوی غوښتنې ته اړتيا نشته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65743
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2015-12-27

د ملا عبدالقيوم ذاکر د پام وړ :
د نص په شتون کې فتوی غوښتنې ته اړتيا نشته
د مشر ملا صاحب په ټاکنه کې له پيله منصوصي مزاحمت وو، خو تاسو له مزاحمت سره سره بيا هم په پټو سترګو منلی وو. ولې منصوصي مزاحمت له پامه غورځول شوی وو؟

[[ملا ذاکر له دينيپوهانو غوښتي، چې د طالبانو د يو موټي پيدا کولو لپاره هلې ځلې وکړي او داسې فتوی دې صاد ه کړي، چې داخلي جګړې ناروا وبولي.]]
[[له خپلو پلويانو يې غوښتي، چې داختلافاتو له کبله له جګړې لاس واخلي، که شرايط هر ډول وي، د ملکي وګړو وژنه، زنداني کول او تښتول دې بس کړي.]]

د مؤمن ((مسلمان)) قصدي وژنه منصوصي حرامه ده په قصدي ((هدفي)) وژنه کې څلور مواعيد دي چې تل جهنم (۱)، غضب (۲)، لعنت (۳) او دردناکه يا سخته سزا (۴). دواړه طالبي ډلې، پخواني جهاديان، اوسني داعشيان، پاکستان، ايران وسعودي هم ځانونه مسلمانان بولي. افغانستان هم له پېړيو راهيسې يو اسلامي هېواد دی او تبعه يې هم مسلمانان دي. که ارشاد پالئ، خو خبره روښانه ده، که د نورو لمسون منئ، نو بيا فتوی ته اړتيا نشته. بوټو بابر ته د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره د د يوې حقوقي مسالې لپاره ((Afghanistan Must be destabilized)) امر کړی دی چې دا وسوسه نه، بلکې قصدي کړنه ده. الله تعالی پر وسوسه انسان نه نيسي، بلکې پر کړنه يې نيسي. داخلي ((خپلمنځي)) جګړو په اړه مو د خپل پلار پيغام ((چې د اتحاد علماء افغانستان مشر وو)) روښانه وو چې پر جهادي مشرانو به يې تل نيوکې کولې او يووالي ته به يې رابلل. کلام پاک خو ښکاره سپارښتنه کړې


ښاغلی ملا عبدالقيوم ذاکر چې په طالبي ډله کې خورا يو ځواکمن تن شمارل کيږي چې د مشر ملا صاحب له مرګ وروسته طالبان په دوو ډلو ووېشل شول او په رسنيو کې يې د خپلمنځي اختلافونو خبرې راپورته او بالاخره خبره يې جنګونو ته ورسېده او ملا منصور دادالله هم پکې ووژل شول. په رسنيو کې دا خبره هم راپورته شوه چې هغه خپل ساتونکي وژلی، خو بيا وروسته داسې هم وويل شول چې هغه د پاکستان د څارګرې ادارې خاصو ځواکونو Special Forces وژلی. که دا رښتيا شي، نو خبره خو به بيا بيخي رسوا شي.

ښاغليه، دغه پاراګراف څه وايی؟

The Five Evils who destroyed Afghanistan

Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

دلته که موږ دې پورته پاراګرافونو ته وګورو، نو بابر ته د بوټو له لورې د ختمي بې ثباتۍ حکم شوی. قريانه يا علت (سبب) يې روښانه دی چې د ډيورنډ لاين خبره ده. بيا بابر د بوټو د امر پرځای کولو لپاره زموږ درې تنه جهاديان او نور مذهبي تندروه ځوانان راغوښتي او د پېښور په بالاحصار کې يې ورسره ليدلي. پيسې او وسلې يې ورکړې او د هېواد د بېثباتۍ يا نارامولو لپاره يې يې ورته دنده سپارلې او بابر پر خپلو کړو وياړي او وايی چې دا هغه څه يعنې خدمت دی چې ما د پاکستان لپاره کړی دی. موخه يې روښانه ده، چې بيا افغانستان هېڅکله د خپلې خاورې تر Indus river سينده پورې د دعوې جوګه نه شي. دا خو د مخکېنيو جهاديانو خبره وه.

اوس به تاسو ته راشم :
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (PP. 17-20). Resume of his article is produced here-in-under:
“The American CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the maulvis of the madrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force”.

دا بيا د بوټو د لور بېنظيرې وخت وو او بابر د کورنيو چارو وزير وو او تاسو طالبان به يې خپل بچي ((زامن)) بللئ. که له تاسو وپوښتل شي چې تاسو يې ولې او کله adopt  يعنې قبول کړي ياست؟ نو ستاسو ځواب به څه وي؟ که کړي نه ياست، نو بيا يې ولې داسې دعوه کوله؟ ولې دوو تنو برتانوي لوړ پوړو چارواکو دا دواړه ملايان غوره کړل؟ د برتانويانو له جهاد سره څه؟

دلته په برتانيا او نور غرب کې چې څوک – څوک قبلوي، نو هغه ته ټول حقوق ورکوي، مګر ستاسو له دفاع وزيره (ملا عبيدالله اخوند) او د نهضت له مرستياله (ملا عبدالغني برادر) نه نيولې تر معتصم، ثاقب او نورو لوړ پوړو چارواکو پورې په تاڼو کې ووژل. د چا يې اعصاب ورخراب او څوک يې له ژونده بېزاره کړل او لا اوس خلکو ته په کمپونو کې وايی چې يا به جنګ کوئ او يا به له کورنۍ سره ورکيږئ، نو تاسو لا بيا هم د فتوی د صادرولو غوښتنه کوئ چې خپلمنځي جنګ حرام وبولي، نو ولې دې بيا د ملا مختاړی له نوم پورې تړلی دی؟ ولې د ملا نسبت ځانته کوئ؟

که تاسو بيا هم مولوي فضل الرحمن او مولوي سميع الحق ته سترګې نيولې دي چې هغوی به درته فتوی صادره کړي او دا جنګونه به حراب وبولي، خو هغوی نه دا کار کوي او نه يې کولی شي. ولې پر ځان اتکاء نه لرئ چې سترګې مو د نورو ملايانو ته نيولي دي؟

د دوی دواړو پورې خو د پاکستان د اردو ژبې مشهور ژورناليست هم ښه وو چې دا خو يې رسنيو ته په ډاګه کړه چې په هغه شپه چې مشرف د اسلام اباد په سره يا لال جومات باندې حمله کولو، نو دوی پارلمان ماڼۍ ته مخامخ د بيت الله محسود سره يوځای د جي بلاک کې ول او مشرف پوځ ته امر وکړ چې پر جومات او د نجونو پر مدرسه باندې حمله وکړي. نو ښاغليه دا چې تاسو ته څه ويل شوي او څه يې موخه وه سره توپير لري. تاسو ته بهتره روښانه ده چې مسلمان ته دوکه ورکول حرام يا ناروا دي او هم دا درته روښانه ده چې د خپل مسلمان ګاونډي هېواد ناارامه کول او جنګ ته لمن وهل هم حرام (ناروا) دي، نو بيا ولې له خلکو نه فتوی غواړئ؟ ولې مو مخکې د خلکو نه منل؟ د دې وژنو مسووليت به څوک اخلي؟ که امريکا ملامتوو، نو تاسو څه کوئ؟ د سړک د غاړې بمي چاودنو او په عامه ځايونو او جوماتونو کې چاودنې څنګه توجيه کوئ؟

د مشر ملا صاحب د مړينې موضوع پټه ساتل يوه بله رسوايي ده. که يې د مصلحت پر اساس درسره ومنو، نو بيا پر مړي دروغ ويل سخته اخلاقي کمزورتيا ده. ولې مو د مړي په نوم د هغه له قبره ولس (خلکو) او نړۍ ته د دروغو پيغامونه استول؟ خلک پر ژونديو دروغ نه وايی، نو پر مړو داسې د درواغو پيغامونه نړۍ او ولس ته هغه اسلامي خو لا څه ان چې هغه پښتنې روايات هم تر پښو لاندې کول دي.

دا چې اوس نوموړي د ښاغلي سيد طيّب اغا غوندې بېطرفي غوره کړې دا يې د قدر وړ ده، خو دا ښه شوه چې نوموړي دريو ټکو ته اشاره کړې چې د ملکي وګړو وژنه (۱)، زنداني کول (۲) او تښتول (۳) دي چې له شک پرته طالبان له پخوا راهيسې په يو لړ هدفي تښتونو کې ښکېل ول چې خلک به يې تښتول او پيسې به يې ترې بيا د پاکستان په ځينو ځايونو کې اخېستې. زموږ د ختيځ مشرقي ولايتونو نه چې به څوک وتښتول شو، نو پيسې به يې ترې بيا د حيات اباد د کارخانو په مارکيټونو کې اخېستې. زموږ د يو جهادي بنسټپال مشر زوی هم چې مور يې د کندهار ده په دغه ډول تښتونو کې ښکېل وو چې په خلکو کې د ((محاذي)) په نوم مشهور وو. خلک پوهېدل چې له محاذه کوم محاذ عبارت دی او څوک ترې مراد وو.
همداسې د حقاني شبکه او نور جهاديان هم درواخله.

که د بل په لمسون د هېواد ورانولو ته جهاد وايی، نو بيا خو قرآن پاک دا هم وايی چې ((والصلح خير))، نو بيا ولې دېته پاملرنه نه کوئ؟ او که مو بل څوک نه پرېږدي؟

که حقيقت راوڅپړو، نو بيا خو زموږ د جهاديانو او ستاسو او داعشيانو په شمول د پاکستان له سوشياليستانو يا کمونستانو ته سرچينه اخلي، ځکه چې بوټو خو بنسټپال نه وو. هغه خو روښانه ده چې څوک وو او خپل ګوند ته هم د خلکو ګوند وايی، اسلامي ټکی هم نه کاروي. بيا استخبارات او نظاميان پکې دخيل دي او سياسي ملايان يې رامخته کړي دي، نو د سياسي ملايانو فتوی کله د اعتبار وړ ده؟ نو تاسو ولې د سياسي ملايانو، استخباراتو، نظاميانو او د سياستوالو لمسونو او فتواو ته سترګې نيولي دي؟

که دلته بهرنيان دي، نو دې بهرنيانو چا خپل درېواړه (هوايي، بحري او زمکني) حريمونه خلاص کړل او د چا له خاوری راتېر شول؟ سپلايي ورته له کومه کېده؟ چا ته يې مياشتيني يو ميليارد ډالر اقتصادي مرسته کوله او ولې يې تاسو بيا جنګ ته هلته استولئ؟ ستاسو خپل سفير مولوي عبدالسلام ضعيف خپله د بي بي سي په يو مستند راپور کې وايی چې ((موږ ته به پاکستان يو څه ويل او امريکايانو ته بل څه))، نو اوس ته خپله قضاوت وکړه چې څنګه په اسانه يې تاسو دوکه کړي ياست؟ که نه يې کړي، نو بيا ولې د نورو د ګټو لپاره جنګيږئ او هېواد ورانوئ او خپل خلک وژنئ؟ ان تر دې امريکايانو او برتانويانو ته پته ده چې پاکستان له موږ سره دوه مخي کوي، نو تاسو ولې د دوی دا دوه مخي نه شئ درک کولای؟

نتېجه :
په دې هېله چې نور له داخلي خپلمنځي او بهرنيو جنګونو لاس واخلئ او له خپل حکومت سره د ((والصلح خير)) حکم په رڼا کې مخته ولاړ شئ او په ګډه د هېواد ابادولو ته مټې راونغاړئ او په ثبات کې يې مرسته وکړئ چې خلکو ته د کار او د هوسا ژوند اسانتياوې برابرې شي. دا پخپله جهاد دی، نه دا چې د بل هدفي جګړه مخته يوسئ. دا ستاسو يو هېوادنی، اخلاقي او اسلامي رسالت دی چې د هېواد په ثبات، ساتنه او ابادولو کې رغنده برخه واخلئ او نور د خلکو له فتواو نه راوګرځئ.

په درنښت
سيد حسين پاچا


ملا عبدالقيوم ذاكر: طالبان د داخلي جګړې ښکار شوي دي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=42580
The Five EVILS Who Destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/
پاکستان +طالبان + روسيه او افغان حکومت
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=42594
د ملا اخترمحمد منصور او عبدالقیوم ذاکر ترمنځ ټکر
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=42603