کتونکي: له پاکستاني چارواکو سره د خبرو دوام بې ګټې دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65745
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-27

که څه هم چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره یې د یکشنبې په ورځ په کابل مهمې خبرې او پرېکړې کړې، خو کتونکي دا او دې ته ورته ناستې د وخت ضایع کول او بې ګټې ګڼي. پاکستاني چارواکي څو واره د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکارۍ د ښودلو په خاطر کابل ته راغلي؛ خو انتقاد دلته دی چې ولې دغو سفرونو یواځې نمایشي بڼه لرلې ده او په دې برخه کې یې ژمنې نه دې عملي شوې. حکومتي ویندویان وايي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله له راحیل شریف سره په دوه اړخیزو مسایلو او د سولې پر خبرو بحث کړی دی. د اجرائیه ریاست یو ویاند جاوېد فیصل وايي: ((په دې لیدنه کې هغه مسایل چې د افغانستان لپاره ارزښت لري او هغه مسایل چې د پاکستان لپاره مهم دي په ټولو دغو موضوعاتو باندې په تفصیل سره سپینې او واضح خبرې شوې دي.)) خو کتوني وايي چې پاکستان هېڅ داسې اړتیا نه احساسوي چې له مخې دې یې له افغانستان سره همکاري وکړي، له همدې امله پخوانۍ او دا وروستۍ لیدنې ټولې بې ګټې او د وخت ضایع کول دي. هاخوا د پاکستان ټربیون ورځپاڼې د پوځ د ویاند جنرال عاصم بجوا په حواله کابل ته د راحیل شریف د یکشنبې ورځې د یوه ورځني سفر هدف د سولې خبرې او پر سرحدي مسایلو باندې د شته ستونزو پر سر بحث ښودلی دی. دا درېیم ځل دی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز افغانستان ته راځي او د سولې او امنیت په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کوي؛ خو د دغو هڅو او خبرو په نتیجه کې یواځې یو ځل د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره زمینه برابره شوه چې هغه هم په ټپه ودرېدې. کتونکي ټینګار کوي چې له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته اړتیا نشته، بلکې په کار ده چې پاکستان عملي ګامونه واخلي او کړې ژمنې عملي کړي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې دغه ډول لیدنې بندې کړي او خلکو ته بېځایه هیله ور نه کړي.