د کندهار والي ډاکڼر همايون عزيزي وايې ، چي د فساد پر ضد په مبارزه کي يې دوه ميليارډه افغانۍ له شخصي جيبونو راګرځولي او د دولت خزاني ته ليږلي دي .
نوموړي دا څرګندوني د هغه اويا کسيزي شورا سره په ناسته کي وکړې چي په دې وروستيو کي د دولتي ادارو څخه د نظارت دپاره جوړه سوې ده .
والي له خلکو غوښتي چي د دولتي ادارو سره د حساب او کتاب روحيه غښتلې کړي .
د والي وروستي کارونه د ولس مشر له لوري هم ستايل سوي دي .