کندهار : بريدګرو دوو واکسيناتورو ښځو ته مرګ ژوبله واړول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65747
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-12-28

په کندهار کي وسله والو پر دوو واکسيناتورانو ښځو باندي ډزي کړي ، يوه يې وژلې او يوه بله ټپي ده . پيښه نن سهار لس بجې د څلورمي امنتي حوزې اړوند د لرګو په ګنج کي رامنځ ته سول ، بريدګر چي پر موټرسيکل سپاره وه پر دوو ښځو چي يوه يې شپاړس کلنه او او بله يې پنځه پنځوس کلنه وه ډزي وکړې چي پر مهال يې شپاړس کلنه واکسيناتوره ووژل سوه او پنځه پځوس کلنه ټپي سوه . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چي بريد ګر په تيښته بريالي سوي دي ، صميم وايې چي دواړي ښځي ( انا او لمسۍ ) دي . د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی . دوې مياشتي مخکي په همدې سيمه کي د يوناما کارکوونکې تورپيکۍ په ورته بريد کي ووژل سوه .