د محلي ارګانونو ادارې صميم خپلواک ته ستاين ليک ورکړ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65749
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-12-28

د سيمه ايزو ارګانونو خپلواکي ادارې د کندهار د والي وياند صميم خپلواک ته ستاينليک ورکړ . په ستاين ليک د ښاغلي خپلواک د وياندويي کارونه په ښو الفاظو ستايل سوي دي. ياد ستاينليک نن د ادارې مجلس په اونيزه غونډه کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي له لوري ښاغلي خپلواک ته ورکړل سو . کندهار والي د ستاين ليک ورکولو پر مهال ښاغلي خپلواک ته مبارکي وويل او د ولايتي ادارې په استازيتوب يې خپله هم د صميم خپلواک کارونه وستايل . صميم خپلواک د تير يوه کال راهيسي د کندهار د ولايتي ادارې وياند او د مطبوعاتي دفتر مشر دی ، د خبريالانو سره د هغه همکاري د ستايني او قدر وړ بولم .