د ملي دفاع وزارت د پخواني وزیر رحیم وردګ مشر زوی وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65753
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-28

د ملي دفاع د پخواني وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ مشر زوی په کابل کې په مرموز ډول وژل شوی ‍دی.جنرال رحیم وردګ ته یوې نږدې سرچینې پژواک ته ویلي ,ویلي چې دا پيښه پرون غرمه مهال د کابل ښار د کارته سه په سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړه، چې د جنرال رحیم وردګ مشر زوی ډاکټر خالد پخپل کور کې په ډزو سره وژل شوی، خو سرچینې د پېښې په اړه نور معلومات ورنکړل. بلخوا یوې بلې سرچینې ویلي چې دا پيښه کیدای شي د کورني تاوتریخوالي او ستونزو له امله رامنځته شوي وي. د کابل پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي