د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، افغان هوايي ځواکونو له تېرې شپې راهیسې په مختلفو سیمو کې د داعش پرضد هوايي عمليات پيل کړل چې په پایله کې په لسګونو وسله وال ووژل شول. د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي چې دغه هوايي بریدونه د اچین او چپرهار ولسوالیو په هغو سیمو شوي چې هلته د داعش وسله واله ډله فعاله ده خوګياڼی وايي، په دې بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی او یوازې د دولت ضد وسله وال په نښه شوي. دا لومړی ځل دی چې افغان کورني ځواکونه په ننګرهار کې د داعش وسله واله ډله د پراخو هوايي بریدنو لاندې راولي.په ورته وخت کې د ولسي جرګې لومړى نايب وايي، د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې ناپېژانده هليکوپټرې ناستې کوي، خو له دې وروسته به د هغه کسان دا هليکوپټرې هم په نښه کړي. نوموړي، چې د جرګې په عمومي ناسته کې يې خبرې کولې، وويل چې ناپېژانده هليکوپټرې پر ننګرهار الوتنې کوي. د هغه په وينا، دغه هليکوپټرې د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې ناستې کوي او کله چې له چارواکو څخه د هغو په اړه پوښتنه کېږي، ځواب يې ورته دا وي چې هغه اجاره شوې هليکوپټرې دي او د عوارضو له امله ناستې کوي.