د عراق د دولتي ټلوېزیون د خبر له مخې صدراعظم حیدر العبادي رمادي ته ورسېد چې د اسلامی دولت له سخت دریځو څخه د دغه ښار آزادول ونمانځي. یوه عراقي قومندان جنرال احمد البلاوي اسوشېټېد پرېس اژانس ته وویل چې صدراعظم خپل سفر له امنیتي او سیمه ییزو چارواکو سره په کتنو پیل کړ. عراقي امنیتي ځواکونو د امریکا د هوایي حملو په ملاتړ د دوشنبې په ورځ د دغه ښار له مرکزه د داعش وسله وال وباسل او پر دولتي ودانیو یې د عراق بیرغ پورته کړ. خو پوځي چارواکو وویل چې تر اوسه د ښار په ځینو برخو کې سخت دریځي پټ دي.