ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي کال د اوړي او مني ترمنځ تر سره شي. د ولسمشری له مطبوعاتي دفتره په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه خبره پرون سهار د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون او د غوراوي کمېټې له غړو سره په جلا کتنو کې بیان کړه. خبرپاڼه وايي چې ولسمشر غني دغه پرېکړه په ولایتونو کې له بېلابېلو خلکو سره تر پراخو سلا مشورو ورسته کړې ده. په خبر پاڼه کې راغلي چې د ټاکنو د دقیقې نیټې اعلان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون صلاحیت دی او د دغه کمیسیون له خوا به مشخصه شي.