اطرافي : د هلمند سره د ګډو پولو ولسوالۍ مو خوندي کړي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65775
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-12-31

د کندهار امنتي چارواکي خبر ورکوي ، چي د ګاونډي ولايت هلمند سره پر پولو د پرتو ولسواليو کلک امنتي تدابير يې نيولي دي ، په هلمند کي وروستيو ناامنيو دا انديښنه پيدا کړې ده چي له امله به يې د کندهار نژدې ولسوالۍ هم ناامنه سي . د کندهار خاکرېز ، ميوند ، غورک او شاولي کوټ ولسوالي هغه سيمي دي چي د ګاونډي ولايت هلمند سره ګډي پولي لري ، انديښني دا دي چي د هلمند ناامني او هلته پيل سوي جګړې به پر دې ولسواليو هم سيوری وغوړوي ، خو د کندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي نن پنجشنبه يوې خبري ناستي ته وويل چي په يادو ولسواليو کي يې کلک امنتي تدابير نيولي او د تيرو پنځو ورځو راهيسي يې هلته عمليات هم پيل کړي دي . ښاغلي اطرافي وويل چي د تيري اونۍ پر مهال يې د يو شمير امنتي پيښو مخه هم نيولې ده ، وسلې او مهمات يې تر لاسه کړي ، نوموړی د لسو دولت ضد وسله والو د نيولو خبر هم ورکوي . اطرافي د امنتي پيښو پر مهال دريو پوليسو ته مرګ ژوبله هم ومنل او زياته يې کړه چي د جنايي پيښو د مخنيوي دپاره يې مسلکي تدابير زيات کړي او تيره اونۍ يې شپږ تنه هم د غلاوو په تور نيولي دي .