شنونکي: ولسمشر دې د افغانستان تجزیې د هڅو په تړاو وضاحت ورکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65776
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-01

د چارو یو شمېر شنونکي وايي، ولسمشر باید د خپلو هغو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي چې په بیا بیا یې ویلي، سږ کال یې د افغانستان د تجزیې مخه ونیوه. په همدې حال کې طالبان وايي، دوی هېڅکله د افغانستان تجزیه نه ده غوښتې، بلکې د افغانستان د نظام له منځه د امریکا په مرسته د هېواد د تجزیې خبرې را پورته کېږي. ولسمشر غني وروستی ځل د قوس په ۲۷مه نېټه وردګو ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل چې سږ کال یې اصلي دنده د افغانستان د ازادۍ او ارضي تمامیت ساتنه وه او د افغانستان دښمنانو هڅه کوله چې سږ کال افغانستان پر دوو سیاسي جغرافیو ووېشي؛ خو بریالي نه شول. ولسمشرۍ ماڼۍ هم په بیا بیا د اعلامیو په خپرولو سره دغه خبره تکرار کړې ده چې د دښمن هڅه دا وه چې افغانستان پر دوو سیاسي جغرافیو ووېشي، خو دغه دښمن لا هم نه دی روښانه شوی. سیاسي شنونکي او د ولسي جرګې غړي وايي چې ولسمشر باید د دې خبري وضاحت ورکړي چې چا، کله او څه ډول افغانستان تجزیه کاوه؛ ځکه وسله وال طالبان هم وايي چې دوی واحد افغانستان غواړي. سیاسي کارپوه محمد حسن حقیار وايي، ولسمشر باید خپله دا خبره واضح کړي چې چا غوښتل افغانستان سږ کال تجزیه کړي، د دې موخې لپاره یې د چا په مرسته کومې لارې کارولې او دې ته ورته نور ځوابونه چې ولس یې په تمه دی. حقیار سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، ګومان کوي چې ولسمشر یوازې د خپلې بقا لپاره خلک په دې ډول خبرو تېر باسي. د ده په باور، په نظام کې دننه یو شمېر کسان په افغانستان کې قومي او ژبنیو تعصباتو ته لمن وهي او دا هغه ډله کسان دي چې په افغانستان کې یې د فدرالي نظام خبرې هم راپورته کړې دي. حقیار زیاتوي: ((د اجرائیه رییس رسمي ویاند افغانستان خراسان بولي، د مشرانو جرګې لومړی مرستیال د دفاع وزارت پر پښتو لوحه نیوکه کوي، لطیف پدارم فدرالي نظام غواړي او د نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون تېر کال په جرمني کې د همدې کار لپاره ناسته شوې وه، چې دا هر څه اوس د حکومت له منځه تنظمېږي او مخنیوی یې هم د حکومت کار دی.)) د ولسي جرګې غړی حاجي صالح محمد بیا وايي چې د افغانستان په اړه د ولسمشر اشاره ښايي پاکستان ته وي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د ملي یووالي حکومت ټول مشران له مسئولیته تښتي، دوی باید د هغه څه په اړه ولس ته ځواب ووايي، چې په خپلو خبرو کې یې وايي. دی وايي، له نظامه بهر داسې ډله نه ویني چې د افغانستان د وېش توان ولري او که وي، نو د نظام دننه کسان دغه کار ته لمن وهي. طالبان بیا وايي، دوی واحد افغانستان غواړي او کله هم د هېواد د تجزیې هڅه نه کوي او ولسمشر غني باید د خپلې خبرې سپیناوی په خپله وکړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، حاکم دوه سری نظام په خپله د هېواد د تجزیې پیغام وړاندې کوي، دوی لکه څنګه چې قدرت وېشلی همداسې د خاورې وېشلو غوښتونکي دي؛ خو تر شا یې امریکا او نور هېوادونه دي. د مجاهد په خبره، طالبان به چا ته د افغانستان د وېش اجازه ورنه کړي او همداراز زیاتوي هغه کسان چې د فدرالي نظام غوښتونکي دي د بهرنیانو پروژه ده. کتونکي ټینګار کوي چې افغانستان څوک نه شي تجزیه کولی او د ولسمشر له خوا دغه ډول خبرې د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره یوه ناوړه هڅه ده چې باید تکرار نه شي.