د افغان سوداګر حکمت الله ښادمن حقوقي سلاکار وايي چې يوې امریکايي محکمې د ښادمن ۷۷ میلیونه ډالره پانګه کنګل کړې ده.
د یاد سوداګر حقوقي سلاکار زیاتوي چې په کندهار کې د بهرنیو ځانګړو ځواکونو د ماموریت پر مهال پر نوموړي تور پورې شوی و چې د قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره بهرنیو ځواکونو ته رشوت ورکوي، په داسې حال کې چې تر اوسه د دې ادعا لپاره هېڅ اسناد نه دي وړاندې شوي.
د ولسي جرګې غړي بیا وایي چې بهرنیان د افغان ملي سوداګرو په تورنولو سره هڅه کوي په هېواد کې دننه د هغوی د پانګونې او له خلکو سره د مرستې مخه ونیسي.
د کندوز له بېځایه شوو او د هلمند له جګړو ځپلو سره د افغان سوداګر حکمت الله ښادمن له خیریه مرستې وروسته، د امریکا یوې محکمې نوموړی تورن کړ چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د قراردادونو ترلاسه کولو په خاطر بهرنیو ځواکونو ته رشوت ورکړی دی.
د ښادمن حقوقي سلاکار وايي چې د همدې موضوع له امله د متحده ایالاتو محکمې د نوموړي ۷۷ ملیونه ډالره کنګل کړي دي، په داسې حال کې چې د لګېدلي تور په تړاو هېڅ راز اسناد نه لري.
ویل کېږي حکمت الله ښادمن په کندهار کې د سپېشل فورس امریکايي ځواکونو د ماموریت پر مهال هغوی ته لوژستیکي اکمالات کول چې پر نوموړي د یاد تور تر لګېدو وروسته هغه مهال هم د دوو میاشتو لپاره په بګرام کې زنداني و.
د ښادمن حقوقي سلاکار عبدالغیور برشان د متحده ایالاتو د محاکمې له خوا د بیا ځل لپاره پر نوموړي تور لګول غیر قانوني او مغرضانه بولي.
بل پلو د ولسي جرګې غړي وايي، د متحده ایالاتو د محاکمې له خوا د یوه افغان سوداګر د پانګې کنګل کول او پر نوموړي د رشوت د تورونو لګول د نورو افغان سوداګرو پر روحیه منفي اغېزه کوي.
وکیلان وايي، امریکا باید د هغو کسانو پانګې کنګل کړې وای چې د افغانستان په نامه شوې مرستې یې خپلو جېبونو ته اچولې دي.
د متحده ایالاتو د محکمې له خوا پر یوه افغان سوداګر د رشوت تورونه داسې مهال را برسېره کېږي چې دغه افغان سوداګر په دې وروستیو کې د خپلو خیریه مرستو او د کندوز بېځایه شوو ته د ځای او سرپناه برابرولو له امله، په خلکو کې ځانګړی محبوبیت پیدا کړی دی.