ولسي جرګه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير استيضاح کوي. د جرګې يو شمېرو غړو بيا په پرونی ناسته کې د ځينو ادارو ، په ځانګړي ډول د وزارتونو او ولايتونو د مشرتابه په اړه د بيا کتنې غوښتنه وکړه. د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي، ویلي چې د رييسانو کمېټې په ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزير عبدالرزاق وحيدي استيضاح د روانې دوشنبې اجنډا کې نيول شوې ده. هغه زياته کړه چې وحيدي ددې جرګې د شاوخوا ٦٥ غړو د وړانديز پر بنسټ د مرغومې په ١٤مه استيضاح کېږي. د نوموړي په خبره، غير قانوني ټاکنې، ددې جرګې د کمېسيونونو غونډو ته نا حاضرېدل او د خلکو پر وړاندې ځواب نه ويل د وحيدي د استيضاح له لاملونو څخه دي.