د ولایتي شورا غړي: په ننګرهار کې د داعشیانو د وژلو په اړه د حکومت ارقام د شک وړ دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65784
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-03

د ننګرهار د ولایتی شورا غړي او یو شمېر خلک وايي، په ننګرهار کې په هغه کچه داعشیان نه وژل کیږي، چې حکومت یې وایي، بلکې حکومتي چارواکي له مسوولیته د خلاصون لپاره ناسم ارقام خپروي. د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری وايي، د شینوارو په څو ولسوالیو، اچین، هسکه مینه، نازیانو او بټي کوټ کې په هغه شمېر داعشیان نه وژل کیږي، چې چارواکي ادعا کوي او که په دومره شمېر وژل کیدای اوس به هېڅ داعشی نه و پاتې. زمري سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، ولایتي چارواکي د خپلې څوکۍ د بقا لپاره مرکز ته ناسم معلومات ورکوي او په ډېرو مواردو کې د امنیت د خرابوالي لامل همدا ناسم معلومات دي. د ده په وینا له مرکزه هم په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې روان عملیات هغسې نه دي، چې خلک یې تمه لري. زمری زیاتوي چې په څلورو ولسوالیو کې ښايي د داعش د ټولو جنګیالیو شمېر تر څو سوو کسانو زیات نه وي، چې باید ډېر په اسانۍ مهار شوي وای او که د دولت له لوري خپاره شوي ارقام سم وي باید اوس ختم شوي وای؛ خو لا هم هلته جګړه روانه ده او خلک قرباني ورکوي. د شینوارو ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي نیازمحمد سرنوشت ته وویل، هغه سیمې چې د داعش تر ولکې لاندې دي لا هم د دولتي ځواکونو اثر نه په کې لیدل کیږي. ده وویل، کوم رپوټونه چې له رسنیو د داعشیانو د وژل کېدو په اړه خپریږي، ځکه ناسم دي، چې په بمباري شویو سیمو کې لا هم د دولت واکمني نشته. نوموړی زیاتوي، دفاع وزارت یا نور امنیتي بنسټونه دا څنګه معلوموي، چې دومره شمېر داعشیان یې ووژل، که د دوی په اصطلاح په یوه اونۍ کې ۱۵۰ داعشیان وژل شوي وي، نو په میاشت کې باید ټول داعشیان ختم شي. په مشرانو جرګه کې د ننګرهار استازی لطف الله بابا هم وايي چې له خلکو سره د داعشیانو د ځپلو په اړه شکونه شته چې باید ځواب شي. دده په وینا د داعشیانو لویه برخه پاکستانیان دي، چې د وژل کېدو د کچې معلومول یې آسانه کار نه دی. بابا سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، په ننګرهار کې د فعالو داعشیانو شمېر کم دی؛ خو پر وړاندې یې اخیستل شوي ګامونه اغېزناک نه دي او یوازې په دریو ورستیو ورځو کې افغان هوايي ځواک د هغوی پر وړاندې عملیات کړي، چې بریالي هم وو. نوموړی همدراز زیاتوي چې داعش د امریکا او برېتانیا ګډه پروژه ده، چې د پاکستان پوځ یې مخامخ پلې کوي او په ننګرهار کې د داعشیانو مشري اوس هم پاکستاني پوځیان کوي. په همدې حال کې د ننګرهار د اچین ولسوال حاجي غالب وايي، چې تېره ورځ په ننګرهار کې داعش پر وړاندې په شویو عملیاتو کې درویشت داعشیان وژل شوي او د هغوی یو مرکز هم ویجاړ شوی دی. هڅه مو وکړه په دې اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم را واخلو خو له بیا بیا هڅو سره هم بریالي نه شوو. خو د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو ویاندیانو صدیق صدیقي او دولت وزیري وړمه ورځ خبریالانو ته وویل، چې په تېرو لسو ورځو کې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې نهه عملیات شوي او د څو قوماندانانو په ګډون یې لسګونه وسله وال وژلي دي.