اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن په درې ورځني رسمي سفر ایران ته ځي. ښاغلی عبدالله به په تهران کې له ایراني چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو خبرې وکړي عبدالله عبدالله به د ایران د سفر په لړ کې چهاه بهار بندر ته هم لاړ شي چې ټاکل شوې ده د هند په مرسته پراخ شي څو له دې طریقه له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د هند د تجارتي راکړې ورکړې ممکنې شي. له اجرايي رييس عبدالله سره په دې سفر کې به د کورنیو چارو، اقتصاد او بهرنیو چارو وزیران ملګري وي. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، ښاغلی عبدالله به له ایراني چارواکو سره په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر مسلو، سرحدي امنیت او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.