د کندهار والي او د مشورتي شورا غړو نن دوشنبه په يوه غونډه کي د کندهار د استناف ، نظامي او ملي امنيت څارنواليو مشران د خلکو مخامخ پوښتنو ته کښينولي وه .
خلکو په مخامخ ډول خپلي ستونزي بيان او اړوندو مسوولينو ځوابونه ورته وويل ، د مشورتي شورا غړو د نورو ستونزو تر څنګ پر اړوندو څارنواليو نيوکه دا وه ، چي پر وخت د دوسيو څيړنه نه کيږي ، تورن ته د خپل جرم په اړه معلومات نه ورکول کيږي ، فساد د عدالت مخه نيولې ده او په دې ادارو کي د يو شمير غير مسلکي اشخاصو نه شتون د خلکو ستونزي زياتي کړي او پر دې ادارو د خلکو باور کم سوی دی .
د کندهار د استناف څارنوالۍ مشر عبدالخالق د خلکو پوښتونو ته ځوابونه وويل او زياته يې کړه ، چي په يو شمير ولسواليو کي ناامني ، نه امکانات ، په عمومي ډول د کارکوونکو کم تشکيل ، ټيټ امتيازات او له قانونه خلاف د خلکو غوښتني هغه ننګوني دي چي کارونه يې د ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي .
نوموړي ټينګار وکړ چي که هر څوک د استناف څارنوالۍ په هره برخه کي ستونزه لري او يا يې څوک ورته جوړوي ، د څارنوالۍ د رياست دروازه يي پر مخ خلاصه ده او په ډاډه زړه شکايت کولای سي .
د کندهار د ملي امنيت او نظامي څارنواليو مسوولينو د خلکو پوښتني ځواب کړي .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د مشورتي شورا لمړۍ غونډه ښه و ارزول او زياته يې کړه چي دا شورا يې د اسلامي احکامو او شريعت په رڼا کي جوړه کړې او د دې شورا سره مخالف يې د اسلامي شريعت سره مخالفت وباله .
ښاغلي عزيزي په وروستيو کي اعلان وکړ ، چي د استناف څارنوالي مکلفه ده څو د هرې اونۍ په وروستۍ ورځ ( پنجشنبه ) د خلکو شکايتونه او انتقادونه واوري څو له دې لاري اصلاحات رامنځ ته سي .
د کندهار والي خبر ورکړ چې راتلونکې غونډه به د مستوفيت او کندهار ګمرک د ادارو پر کارونو تر سره سي .
د کندهار ښاريان او ولايتي شورا د دې مشورتي شورا جوړيدل ګټور کار بولي او خوښي څرګندوي چي عملي کار يې پيل کړ ، د شورا غړي ټول ۷۰ تنه دي او يوه مياشت مخکي د کندهار والي په غوښتنه جوړه سوه .
شورا دنده لري چي د دولتي ادارو نظارت وکړي او هغوی اړ کړي چي خلکو ته د هغوی د ستونزو په اړه مخامخ ځوابونه ووايې .