په ننګرهار کې له داعش سر په تړاو یوه ښځه نیول شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65788
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-01-04

د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې په جلال اباد ښار کې يې د يوې مېرمنې په ګډون دری داعشيان او يو وسله وال طالب نيولي دي. امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل چې پوليسو يې تېره ورځ ناوخته د ښار په شپږمه ناحيه کې د داعش يو ښځينه غړې او دوه نور کسان نيولي دي. شېرزاد وويل چې د بهسودو ولسوالۍ د هډې په سيمه کې يې يو وسله وال طالب هم نيولی چې موده مخکې يې له کوره وسلې نيول شوې وې او پوليس يې په لټه وو.