په پکتيا، پکتيکا او غزني ولايتونو کې د ۵۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو.
د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې څلور ورځې وړاندې په پکتيا، پکتيکا او غزني ولايتونو کې د خيبر په نوم چاڼيز عمليات پيل شوي دي، چې تر اوسه په کې ٣٨ طالبان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
د سرچيني په حواله، په دې عملياتو کې ملي اردو،ملي پوليس، ملي امنيت، عامه نظم او سرحدي پوليس ګډون لري.
سرچينه وايي چې د عملياتو په ترڅ کې يې لسګونه کړۍ ماينونه خنثی کړي او سپکې او درنې وسلې یې هم تر لاسه کړې دي.