د سرحدونو اوقبایلو چارو وزېر ښاغلي محمد ګلاب منګل دا څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې،چې په ننګرهار کې د ټولګټو پروژو د ګټې اخیستلو په موخه جوړه شوې وه. ښاغلي منګل زیاته کړه،چې د تاریخ په اوږدوکې دهېواد بېلابېلو قومونو په یووالي له خپل هېواد څخه د پردیو پروړاندې ساتنه کړې ده اواوس هم د قومي جوړښتونو پیاوړتیا، له قومي مشرانو او مخورو سره سلا مشورې کولای شي، چې جګړې ته د پای ټکي کیږدي. منګل وویل،چې وزارت له خپل وس سره سم هڅه کوي، د خپل ولس د ژوندانه د ښه والي لپاره اسانتیاوې رامنځته اوستونزوته یې د اړوند ادارو په مرسته د حل لارې چارې پیدا کړي. ده زیاته کړه، چې حالاتو ته په کتو سره به په سرحدي او نورو ولسوالیو کې په دې موخه چې خلک لومړنیو اړتیاوو ته لاس رسی ولري،د دټولګټو پروژو په برخه کې هلې ځلې وکړو. په دې ناسته کې چې په ننګرهار کې د ژورو څاګانو د کار دبشپړېدو اوګټې اخیستنې په موخه جوړه شوې وه،د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال، په ولسي جرګه کې دننګرهار دخلکو استازي فریدون مومند،دولسي جرګې پخواني غړي ببرک شینواري، دبهسودو،کامې اوسره رود ولسوالانو، د ټولنیزو شوراګانو مشرانو ګډون کړی وو. په غونډه کې د ولسي جرګې غړي فریدون مومند د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت له خوا د ننګرهار ولایت اړوند دریو ولسوالیو کې د کلیوالي ټولنیزو شوراګانو او په همدې کلیو کې د ژورو څاګانو د کیندلو له امله مننه وکړه او د وزارت لخوا یې په راتلونکي کي په همدې ډول نورو مرستو باندي ټینګار وکړ. د ننګرهارمرستیال والي محمد حنیف ګردېوال هم د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه د قومي جوړښتونو د پیاوړتیا او له قومونو سره د اړېکو،د وزارت په مالي لګښت د ژورو څاګانو د جوړولو له امله مننه وکړه. هغه زیاته کړه د وزارت دا ډول کړنې په د دولت او ولس تر منځ شته واټن کم کړي. نوموړي وویل،چې د سرحدي ولسوالیو اوسیدونکو ته باید ډېر پام وشي اوهڅه دي وشي چی پخواني قومي جوړښتونه فعال شي. د غونډې په ورستیو کې د کلیوالي ټولنیزو شوراګانو په استازولي قومي مشر حاجي محمد خبرې وکړي او زیاته یې کړه چی سرحدونو وزارت له اوږدې مودې وروسته د دوی په سیمو کي عملآ کار پیل کړی او دې کار له موږ سره تمه پیدا کړې، چې دا وزارت به یو ځل بیا په خپلو پښو ودریږي او پخوانی دریځ به خپل کړي. د یادونې وړ ده چې سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت د خپلو ځانګړو دندو ترڅنګ په یوه نوښت لاس پورې کړی او د ننګرهار ولایت اړوند په بهسودو، کامې او سره رود ولسوالیو کې یې له قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو سره په تفاهم او مشورو (۳۰) ټولنیزې قومي شوراګانې رامنځته کړې، او بیایې دخپلې ولایتي ادارې په مرسته په یاد ولسوالیو کې دپاکو اوبو(۳۰) ژورې څاګانې د وزارت په مالي لګښت وکیندلې. یادې شوراګانې اوسمهال په دولت سره په همغږي خپلې ستونزې حل کوي او د خپلو سیمو د امنیت لپاره هلې ځلې کوي.