زابل خلګ دامریکا لخوا دحکمت ښادمن دنیولو امر غندي او دهغه ملاتړ کوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65797
سرحدي - زابل
دخبریدو نیټه : 2016-01-05

 

د زابل د ولایتی شورا رییس حاجي عطاجان حق بیان وایې د امریکایې محکمې لخوا د افغان سوداګر حکمت ښادمن د نیول کیدو حکم د منلو وړ ندی او افغان حکومت او خلګ یی باید پر خلاف ږغ اوچت کړي.
ښاغلی حق بیان وايې ولسمشرۍ ماڼۍ باید پدې اړه کوټلي ګامونه پورته کړې او هیڅ هیواد ته اجازه ورنکړې چې حکمت ښادمن دافغانستان څخه دباندي یو او دکوم ثبوت او اسنادو پرته يې محکمه کړې.
دولایتي شورا رئیس حق بیان حکمت ښادمن یو خیرخوا، وطن دوسته او دمظلومانو سره مرستندویه شخصیت وبلی او ډاډ يې ورکړ چې زابلي ولسونه به يې همیش ترشا ولاړوي

بل پلو سلګونو زابلیانو دیوې اعتراضیه غونډې پرمهال دامریکا حکومت وروستی پریکړه چې ګواکې حکمت ښادمن باید ونیول شي، وغندل او ويې ویل چې حکمت ښادمن تل داړو خلګو سره مرسته کړې او دوی یې په کلکه ملاتړ کوي.
دوی همداراز زیاتوي چې افغان دولت باید دحکمت ښادمن ملاتړ وکړې او هیچاته اجازه ورنکړې چې زموږ ملي سوداګرو ته په یو او بل نوم ستونزي جوړي کړې.
دوی زیاتوي په هیواد کې دننه او دیر نور فاسد، غله او قاتلین سته خو څوک یی پر خلاف څه نه وایې خو یو تجار چی له خلګو سره مرسته کوي، نه پریښودل کیږي.

د زابل اوسیدونکي په داسي حال کې د حکمت ښادمن په ملاتړ ږغ پورته کوې چی تیره اونې یوې امریکایې محکمې د هغه د نیولو امر وکړ.