د عبدالرحيم مطمئن په ځواب کې :
اشغالګر خو پخپله لا څه ان چې مېرمنې يې هم مانديلا ته ليدو ته ورتللې او د ګاندي ټاټوبي ته لا تر ننه پورې په درنښت ګوري، خو زموږ مشران د چا په تاڼو او روغتونونو کې مړه شول؟
هندي سوداګر خو نن له پخواني ښکېلاکګره د خپل کوه نور الماس غوښتنه کولی شي، خو تاسو يې له غلامه د خپل مرستيال (ملا عبدالغني برادر)، د دفاع وزير ( ملا عبيد الله اخوند)، سفير (ملا عبدالسلام ضعيف) استاد ياسر، ملا معتصم، سراج حقاني او نورو د وژلو، وهلو ټکولو، بېعزتۍ، په لاس کې ورکولو او نورو سپکاويو پوښتنه قدرې هم نه شئ کولی
زموږ جهاديان وطالبان وننني داعشيان چې له بوټو، بابر او له نظاميانو خړوبه شوي. په بله مانا سياسي - اسلامي شعوري ايډيالوژۍ له سوشياليستۍ، نظامي وڅارګريو کړيو خړوبه شوې چې ښکاره بڼه يې اسلامي، خو کړه وړه يې بيا له اسلامي ارزښتونو سره سر نه خوري. هلته مسلمان، عيسوي وهندو سره متحد ول، خو نن تاسو پخپلو کې سره حلال کړل، ولې؟
مطمئنه،
ته لا خبر نه يې، ته چې چا ته ګوتڅنډه کوې هغوی د هغه چا له لاسه چې ته يې نن اشغالګر بولې هغوی هر يو ورسره ډغرې وهلي او سخته اوږده مبارزه يې ورسره کړې ده. نن له همغوی سره د ګاندي قدر (درنښت) هم شته، خو زما وستا ورسره نشته. ما وتا يې د خپل غلام په لاس کې ورکړي يو او د هغوی د غلامانو په لاس کې د اسلام په نوم لوبيږو.
مطمئنه،
له تا سره چې کومه وسله وټوپک دی، هغه په حقيقت کې د همدې ښکېلاکګرو دی چې د خپل مسلمان نما غلام په لاس يې تا ته درکړی او ستا پر لاس لا د باچا خان قوم او د غازي امان الله خان ملت وژني. شنې او سپينې جنډې يې په لاس کې درکړې چې په دې خو يې لا تپاک مات نه شو، نن يې هغه دی چې عرب وعجم په نوم تورې يې جنډې په لاس کې درکړې چې اوس لا تاسو مسلمانان هم نه بولي او امارت يې درته په خلافت باطل (لغوه) کړ.
مطمئنه،
يو وخت چې د همدې ښکېلاکګرو د جهاد بازار ګرم وو، نو چا جالي خولۍ په سر کړې، چا پکولونه په سر کړل او چا سپينې پګړۍ په سر کړې. سيمه له يوې مخې شنو بيرغونو په سر واخېسته، بيا ورپسې سپين بيرغونه راغلل او شنه يې له صحنې نه يوې خوا ته کړل. کله چې په دې پوه شول چې شنه او سپين بيرغونو ورته ګټه ونه کړه او د ولس پوهه له سياسي ماجراو سره ورځ تر بلې زياتيږي، او د شنو وسپينو بيرغونو والا په ټولنه کې خپل معنوي ارزښت له لاسه ورکوي، نو يې د ظلم وتاړاک بله نوې صفحه پرانيسته چې هغوی لا افغان ولس څه ان چې تاسو خپله هم له تېغه تيروي او له تاسو يې هم سرونه درپرې کړل.
مطمئنه،
د غفار، ګاندي ومانديلا د لارويانو خبره خو پر ځای پرېږده چې تاسو د خپلو سرونو غوڅولو په تړاو څه واياست او دا بېرحمه کړنې څنګه توجيه کوئ؟ تاسو چې د هماغه اشغالګرو د غلامانو په لارښوونه له خپل ولس سره زياتی وظلم کړی، نو نن خو د هماغه اشغالګرو غلامانو درته د هغوی په نغوته له عربو ((عراق وسوريې)) نه د خپل عثماني خلافت په لاس، او د اسلام له ټاټوبي ((سعودي)) نه او د خپلو پنجابي غلامانو د لارډ ميکائيل انګريزي قانون بنسټ اېښوونکي لارويانو په امر ولار ښوونه چې د افغانستان د تباهۍ وبربادۍ پروژه او د بېثباتۍ يا ناارامولو لپاره له تاسو غوندې بېشعوره ايله جارو په لاس د يوې سياسي حقوقي مسالې د لا غصب ساتلو لپاره سوشياليست بوټو ته ذهنيت ورکړ او هغه بيا جنرال نصيرالله بابر راوغوښت او بابر بيا خپل جهادي بړيڅي او بيا تاسو طالبي بړيڅي د وخت د غوښتنې پر اساس رامينځته کړئ چې په پيل کې د هغوی دنده شهيد داود خان ته درس ورکول وو او ستاسو دنده دکتور نجيب الله ته او د خپلو پنجابي بادرانو منځنۍ اسيا ته د کاروان روغ رمټ تېرول وو. تاسو چې ګاندي، غفار خان ومانديلا لارويانو ته ګوتڅنډنه کوۍ، نو ستاسو اسلامي نطفه ((مني)) خو هم له يو سوشياليست کمونيست نه راټوکېدلې ده. په داسې حال کې چې غفار خان مسلمان، ګاندي هندو او مانديلا عيسوي وو، خو بيا هم د يو ګډ دښمن نړيوال ښکېلاکګر پر وړاندې په يو سنګر کې ولاړ ول، تاسو خو پخپلو کې چې ځانونه مسلمان هم بولئ او اسلامي دعوه هم مخې ته وړئ، د اسلامي دعوې باوجود مو يو بل له اسلامه منحرف او د يو بل سرونه غوڅ کړل. که له تاسو وپوښتل شي چې ايا دا کړنه مو اسلامي عمل دی، نو ستاسو ځواب به څه وي؟
مطمئنه،
اسلام د ترحم وصله رحمۍ دين دی، خو تاسو نن څنګه خپلې ټولنې او نړۍ ته وروپېژنده؟ ښکاره خبره ده چې د اسلام مبارک دين هېڅکله د داسې بېرحمه کړنو اجازه هېچا ته نه ورکوي، نو تاسو دا بېرحمه کړنې مو د چا په نغوته وکړې؟ د انسي شيطان او که د جني شيطان په نغوته؟
په هر حال، د هر چا په نغوته چې مو کړي دي، خو دې لاندې ټکو ته بايد مو پام وي :
• لومړی دا چې د يو انسان وژنه د ټول عالم له وژنې سره ورته ده
• دويم دا چې د يو مسلمان په قصدي وژنه کې څلور مواعيد دي چې : جهنم، غضب، لعنت او سخته سزا.
نوټ : لعنت د خدای له رحمته د لرېوالي په مانا دی. که مو يو انسان يا يو مسلمان په ناحقه وژلی وي، نو تاسو به څنګه د الله تعالی د رحمت هيله لرئ؟ دا ولس خو مسلمان ولس دی، نو ظالمه ولې مو سرونه ترې غوڅ کړل؟ ولې مو پر بمونو والوځول؟ ولې مو تنکی ماشوم د مور وپلار په مخکې دوه ټوټې کړ؟
مطمئنه،
تا ته به پته وي چې څلورو ماشومانو په کوشنيوالي کې خبرې کړي دي، يو له هغوی نه حضرت عيسی عليه السلام، د حضرت يوسف عليه السلام د ګواه ماشوم، او د فرعون د لور د خادمې ماشوم چې د فرعون د لور ويښتان يې ږومنځول او يو ويښته ترې د ږومنځولو په وخت کې ترې له سره وغورځېده او هغې راپورته کړ او د الله نوم يې له خولې ووت چې هغې ترې وپوښتل چې خدای خو زما پلار دی او ته پر بل خدای ايمان لرې، نو ستا رب څوک دی، نو هغې ورته وويل چې ((هغه زما او د ټول مخلوق رب دی)) چې له دې سره يې پلار ته خبر ورکړ او هغې هغه راوغوښته او ورته يې وويل چې ته لا اوس له ما پرته پر بل رب ايمان لرې؟ نو د هغې څلور زامن ول. يو يې د هغې په مخکې سرو جوش شويو تېلو ته ورواچوه، ورپسې بل يې ورواچوو، ورپسې بل يې ورواچوه او هغه پر خپل ايمان کلکه ولاړه وه، خو کله يې چې د هغې شپږ مياشتېنی د سينې ماشوم راوړ، نو د مور عاطفې واخېسته او په غېږه کې خپل بچي ته يې وکتل، نو خپل وړوکي زوی ماشوم چې شپږ مياشتېنی وو خپلې مور ته وويل چې :
مه وارخطا کېږه! ورځه پرې، له دې اوره هغه بل اور سخت دی. زه هغه اور ګورم او تا ته به هېڅ تکليف ونه رسيږي چې له دې سره يې دېګ ته ورټوپ کړ، خو د خپل اله يا رب العالمينه وانه وختل، خو ستا غوندې ټېزن چې زموږ د د دفاع وزير د هغوی په تاڼه کې د ربړونو له لاسه ووژل شو، ياسر يې درته وواژه، ملا برادر يې درته لېونی کړ، ملا ضعيف يې درته خرڅ کړ، ثاقب يې درته وواژه، معتصم يې درته په سر کې وويشت او تداوي يې درته ترکيه وکړه او داسې نور ان تر ملا دادالله منصور پورې چې لا ويل کېږي چې د ګاونډي هېواد خاصو ځواکونو ((کوماندو)) ووژلو او زموږ ځينې جهادي مشران خو لا مرکو ته هم نه پرېږدي، نو ته څنګه دا بېځايه باټې وهې؟ که دا اشغالګران همدا اوس وغواړي د خپلو غلامو په لاس دې هر وخت په يو او بل نوم ډبولی او وهلی شي، دا خو لا څه ان چې که وغواړي سر دې هم درته درپرې کوي، خو د ګاندي، غفار خان ومانديلا لارويانو خو لا د چا سرونه نه دي غوڅ کړي او دا د اسلاميت خو لا څه ان چې د انسانيت وبشريت ضد عمل يې بولي، نو اوس ته خپل ځان په هېنداره کې وګوره چې ته د بشريت قاتل يې او که دوی؟
مطمئنه،
دا راته ووايه چې فرعون خو د ربوبيت دعوه کړې وه چې ((انا ربکم الاعلی)) او له دې مخکې يې هم بله دعوه کړې وه چې ((ما لکم من اله غيري))، که هغه له خپلې مور سره شپږ مياشتېنی ماشوم د خوټولو تېلو ډک دېګ ته وروغورځول، خو ځه د ربوبيت دعوه يې کړه، نو تا خو د ربوبيت او د الوهيت دعوه هم نه ده کړې او ځان د اسلام مدافع بولي، نو بيا دا فرعوني کړنې چې زموږ په شينوارو کې مو خلک پر بمونو والوځول او هم مو له خلکو او هم مو په خپلو کې يو له بله سرونه غوڅ کړل، نو بيا خو اسلامي دعوه او فرعوني کړنې مو سره په ټکر کې دي. داسې خو نه شي کېدای چې دعوه به د اسلام کوې او کړنې به دې فرعوني وي؟
مطمئنه،
هسې يوه پوښتنه راولاړيږي چې هغوی درېواړه يعنې ګاندي، غفار خان وماندېلا يا په بله هندو، مسلمان وعيسوي د هغه وخت د نړيوال زبرځواک وښکېلاکګر پر وړاندې په يو سنګر کې په دوو لويو وچو کې د افريقا واسيا کې چې يو د اپارتايد او بل د بشريت ضد کړنو او د خلکو د ژوند د حقوقو غوښتنه وه د يو ګډ هدف لپاره سره د نړيوال زبرځواک پر وړاندې په تش لاس مبارزه کوله، خو ښکېلاکګر ترې وېره کوله چې له دې امله خو باچا خان (۳۰) وماندېلا (۲۷) او عبدالصمد خان (۳۳)کاله زندانونه ګاللي، خو بيا هم له خپلې غوښتنې تېر نه شول، خو ته ټېزن ترې د خپلو مشرانو د وژلو پوښتنه قدرې هم نه شې کولی؟ ته وخدای چې ته به د ملا برادر، ملا عبيدالله اخوند او د ملا عمر او يا د حقاني د زوی او داسې نورو پوښتنه قدرې هم وکړی شې؟ بوټو خو لا مخکې بابر ته ويلي وو چې موږ بايد افغانستان نارامه او بېثباته کړو او دې کچې ته يې ورسوو چې بيا د دې جوګه نه شي چې له موږه تر اټکه د خاورې دعوه وکړی شي، نو ځکه ستا غوندې يو ايله جار يې روزلی او مغز يې داسې درته درپرېمينځلی چې د اسلامي دعوې باوجود دا نه شې درک کولی چې ستا کړنې له اسلامي ارزښتونو سره سمون لري او که نه؟ په بله مانا له دغه درک يې هم خلاص کړی يې.
مطمئنه،
ته چې ځان ته مسلمان وايی، نو هلته خو هندو، مسلمان وعيسوي د خپل يو بل عيسوي نړيوال زبرځواک سره له مسلمان وهندو سره په يو سنګر کې ودرېده، خو نن موږ سُني وشيعه، عرب وعجم مسلمان په خپلو کې يوې واحدې ستراتېژۍ ته نه رسيږو. تا ته چې وسله وپيسې رسيږي هم د همدې عربو وعجمو وشيعه په لاسونو هغه هم په حقيقت کې د دوی په خوښه او نغوته درکول کيږي. د دوی په سلا ومشوره درته روزنه درکوي او د دوی په سلا مشوره درته لارښونه کوي چې نړيواله اقتصادي، استخباراتي جګړه څنګه له يوې سيمې نه بلې سيمې ته انتقال کړي. د بېلګې په توګه د منځنۍ اسيا د دروازې لپاره يې روسيه ته د سرخوږۍ لپاره موږ جهاديان، بيا طالبان او نن يې داعشيان پيدا کړل. د سوريه دروازې لپاره يې چې هلته ترکيه، سعودي او قطر لوبغاړي دي پخپله ورودانګل او د يوکراين خوا ته دروازه يې هم وربنده کړه چې د روسيه وامريکا د احتمالي غبرګون په نتېجه کې زيات تاوان جرمني وفرانسې او د غربي اروپا ځينې نورو هېوادونو ته رسېده، خو د جرمني صدارعظمې او د فرانسې ولسمشر دا مسله د خبرو له لارې اواره کړه او هغوی نه غوښتل چې د دوو قدرتونو ترمينځ دل شي، نو ستاسو خو اباته واعاشه ټوله د دوی ده، نو ته څنګه د اشغال خبره کوې؟
مطمئنه،
ته شرمېږې نه چې د حقاني زوی آی ايس آی هيلرې کلينتن ته قطر ته وروستی وو، له مولوي متوکل سره د برتانيا غوندې په يو بهرني سفر کې پنجابي پوځي ميجر همغاړی وو، ملا عمر دې چېرې وو؟ له حکمتيار سره به د سي آی ای د کسانو په ليدنه کې ډګروالان ناست ول او اوس يې لا هغه دی چې ملا منصور له کراچې نه چې تهران هم په کې رول لرلو په تاجکستان کې د پاکستان د سفير په حضور کې له پوتين سره ليدلي دي. حنيفي او هغه بل دې په کولاب کې کتلي دي، نو ستاسو او د شمال ټلوالې توپير څه شو؟ دا زموږ جهادي سرښندنه اخر دې ته راورسېده چې اوس مو پاکستان له کراچۍ نه په خپله الوتکه کې ورته تاجکستان ته راوړي، نو دا راته ووايه چې اوس ګاندي، غفار خان وماندېلا ښه شو او که تاسو اسلامپال؟
مطمئنه،
بېحيايي، بې ايماني، بې وجداني نور څه ته وايی؟ له موږ سره خو ښکېلاکګر بيا هم د خپلو هغو دريو جګړو سياسي دښمني وپاللـه چې د هندو پاکستان په بيلتون کې يې کانګرس ومسلم ليګ سره کښېنول او غفار خان نه چا ونه پوښتل، نو غفار خان کانګرسيانو ته وويل چې :
موږ مو لېوانو ته پرېښوولو. تاسو نن له لېوانو نه د اسلامي نظام وشريعت تمه کوئ، نو جهالت نور څه ته وايی؟ تاسو خو د ځان د بېعزتۍ پوښتنه هم نه شئ کولی، پاتې لا نورې غټې خبرې.
مطمئنه،
باچا خان يو ستر مبارز ومجاهد وو. د بل ټوپک چې پر غاړه ګرځوې، نو واک به دې ورکيږي او عزت به دې لوټيږي. صوفي شاعر رحمان بابا وايی چې :
د منت دارو چې ومرم نه يې غواړم
ما رحمان لره درمان د مسيحا
فارمي چورګوړي هم څوک دومره نه ډبوي، لکه تاسو يې چې په تاڼو کې وډبولئ، نو هغه سياسي ملايان مو چېرې دي چې فتوی صادره کړي چې د دې خلکو وهل ناجايز دي، پرته له دې نه چې د خپل هېواد د ورانۍ فتوی درته درکړي او تاسو وړانده هم د کتاب الله وسنتو په رڼا کې د هغوی د سياسي ملايانو فتواو ته سترګې نيولي دي.
مطمئنه،
تاسو په دې هم نه پوهېږئ چې د نص شتون کې فتوی ته اړتيا نشته. ځکه چې نص قوي او د الله تعالی غوښتنه ده، خو فتوی زموږ د انسانانو نظريه يا مشوره advise or opinion ده. د الله تعالی قول مو پرېښی او د سياسي ملايانو فتوی مو راټينګه کړې ده. حال دا چې د هغوی فتوی زموږ لپاره د اعتبار وړ نه ده. له لاسوهنې او تپل شوې جګړې پرته بله مانا نه لري.
مطمئنه،
باچا خان په دې پوهېده چې له دې نړيوال ځواک سره مبارزه وسرښندنه د خپل قوم يا ولس زده کړه او راوېښول دي. ستا غوندې د پردی ټوپک يې پر اوږه نه دی اېښی. د وخت زبرځواک بيا هم له دې نه ګټه پوره کړه او د هندوپاکستان په وېش کې چې بيا هم دا ټوله سيمه په يو شکل د اشکالو که فزيکي يې نه شي ساتلی، نو له رواني لحاظه يې بايد بيا هم تر خپل نفوذ لاندې وساتي، نو د مسلم وکانګرس دواړه ډلې يې بېلتون ته وهڅولې، خو باچا خان يې ونه پوښته چې هغه ترې بيا خفه وو. هغوی ته يې د زده کړې او پرمختګ اجازه ورکړه، خو موږ ته يې ستاسو غوندې د پرديپالو مخه ډب کړه او لا ترننه يې له زده کړې او پرمختګه بې برخې وساتلو. ځکه خو يې دوه – دوه نيم کاله د مشر ملا صاحب په نوم د هغه له قبره سوله ييز او اختريز پيغامونه خپرول چې دې ډول بد اخلاقه درواغو ته تاسو بيا هم اسلامي بڼه ورکوئ، نو فاعتبروا يا اولی الابصار!
نن هماغه پنجاب ستاسو پر لاسونو زموږ ښوونځي ومدرسې سيځي او له زده کړې مو بې برخې کوي او تاسو هم پرې وياړئ. دا چې زموږ و د ښکېلاکګر تر مينځ د ګاندي ومانديلا په پرتله سخته فزيکي صدمه رسېدلې وه، نو له موږ سره يې د هغوي په پرتله دښمني هم سخته وه. له دې امله يې زموږ د پرمختګ او زده کړې مخه هم ډب کړه او زموږ سيمه يې يوازې ستاسو غوندې ناپوهو ملايانو او بنسټپالو ته پرېښووه چې نن ترې هغه دی ټوله سيمه کړيږي.
پايله :
تاسو خو د ګاندي، غفار وماندېلا لارويانو ته وايی چې په خړو سترګو به ولسي محاکمې ته ولاړ ياست، خو دېته دې هم پام اوسه چې که د خپل بادار ټوپک دې له اوږې ښکته شي، نو ته څه فکر کوې چې په دې ولس کې به له ولسي محکمې همداسې پاتې شې؟ نه هېڅکله نه. تاسو به بيا هغه وخت خپل ځانونه د خپلو اعمالو په هېنداره کې ووينئ.
په درنښت
سيد حسين پاچا
د ګاندي، غفارخان او منډيلا لارويانو!
http://www.nunn.asia/62123/%D8%AF-%DA%AB%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%8A%D8%8C-%D8%BA%D9%81%D8%A7%D8%B1%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%88-%D9%85%D9%86%DA%89%D9%8A%D9%84%D8%A7-%D9%84%D8%A7%D8%B1%D9%88%D9%8A%D8%A7%D9%86%D9%88/