ويدې څانګې له خوب ويښې کړه سپرليه
دغوټيو کاروان جوړ کړه او څاروان شه
ټول سيندونه مو له تندې جل وهلي
وريځې راوله په منډه او باران شه
چی رښکۍ رښکۍ له ګوتو سره تللی
د پامير او د بابا د غره ګرېوان شه
د لمر وړانګې مرورې رڼا نشته
راشه، راشه د حالاتو ترجما نشه
چې سفر مو په شګلنو لارو واوخت
دافغان ولس دستړي ژوند ارمان شه
د ( وارث ) دټپي زړه چيغې خو اورې
ملهم راوړه او دردونو ته درمان شه