څومره ښه وختونه وه هم کلی هم وګړی وه
هم کی خوشحالی وه ولسونه یی ښاغلی وه
ژوند کی حرکت و برکت و دلته هیلي وی
دلته دی وګړو کی د ژوند هیلی ښاغلی وی
هر مازدیګر دلته، مسجدونه د زلمو ډک وو
شنه شنه ګودرونه وو، په مستو ښاپيرو ډک وو
شپه به تر سهاره بلبل بڼ کی نعت خوانی کول
ستوری به د ښکلی سپوږمی خوا کی خر مستی کول
څومره ښه وختونه وه، پسرلي موه د کارو موسم
یخ او ساړه ژمی د کیسو او د ګچو موسم
ښکلی اخترونه د نازو او د نخرو موسم
بس وو په هر کور کی د رنګو او رنګینو موسم
لوږه تنده نه وه هره شپه د خرمستو موسم
هر چیری بانډار و، د رباب او دایرو موسم
کلی، اباد کلی وو، هر کورکی خوشحالی خوره
هره پنجشنبه وه د دیرو او د حجرو موسم
داسی بلا راغله چی ټول کلی شول په غم اخته
زموږ زاړه واړه شول د بچيو په ماتم اخته
ورانه شوه جونګړه د افغان په کور بلا راغله
ژوند یی رانه یو وړ دا له کومه دا وبا راغله
دې پردی بلا کړی زموږ په کلی کی ريښی خوری
هر کور کی خوله ښخه کړه هر چیری انديښنی خوری
ورور د ورور دښمن شو قوم د قوم وینو ته تږی دی
هر افغان چی ګوری خپل د تن د غوښو وږی دی
ډوب شو په ماتم کی د افغان حجره کی غم جوړ شو
مړه د ژوند ډیوه شوه ، پر ولس مو تور ماتم جوړ شو
تیری شوی پیړی غم زموو نسلونه وړی د ځان سره
هره ورځ مرګۍ ده چې زموږه زړونه وړی د ځان سره
ختم شول نسلونه جګړه مونږ ته په میراث پاته
موږ ته د پلرو نه بس همدا توره او داس پاته
ورک شول افغانان په ټول نړی کی ځاله ورانه ده
خواره توتکی دی په نړی کی سرګردان ده
دلته هلته اوری بس یوازی د مرګی خبر
یا د انتحار یا انفجار یا ځانمرګی خبر
ختم سړیتوب شو او وحشت حکمرانی کوی
دا د زمرو کلی کی شغال قوماندانی کوی
یا لویه خاونده زموږ کلی ته سکون راوړه
لږه ګرمی راوړه بس همهغه زوړ ژوندون راوړه
بیا می د ولس و ماتو زړو ته خوشحالی راوړه
زما غریب جونګړی ته ګرمی راوړه هستی راوړه
څومره ښه وختونه وه هم کلی هم وګړی وه
هم کی خوشحالی وه ولسونه یی ښاغلی وه
ژوند کی حرکت و برکت و دلته هیلي وی
دلته دی وګړو کی د ژوند هیلی ښاغلی وی
کابل د ۲۰۱۵ ورستی نیټه