هیله من لوري ته روان افغانستان:
په وروستیو کې د افغان حکومت په سیاستونو کې د بدلون په لړ کې عملا ځينې لاسته راوړنې شته دي، منو چې په افغانستان کې تر بل هر وخت ستونزې هم ډيرې شوي دي خو هره ستونزه خپل خپل لاملونه هم لري ولې په ټول کې په وروستیو کې د حکومت او په خاص ډول د ولسمشر محمد اشرف غني سیاستونه د پاملرنې وړ دي.
د ملاعمر د مرګ افشا کيدل، د طالبانو څو ټوټې کيدل، د سيمه ايزې اجماع په خاطر ذهنیت جوړول، د ټآپي پروژه، له افغانستان سره په پوځي برخه کې د هندي عملي مرسته، د روسيي ژمنې او د سولې پروسې ته د چين ليوالتيا يي غټ ټکي يادولی شو.
سياست په عاطفه نه بلکه په پريکنده دريځ شونی دی خو پريکنده دريځ بیا حساسيتونه او منفي تبليغات هم له ځان سره لري ځينې کله کله يوه نيمه خبره کوي خو دوی د خپلې خبرې له دې مسوليته خبر نه دي چې دښمن د دوی له خبرو څومره ګټه پورته کوي، ځکه دښمن زما او ستا له خبرو د وطن د تباهۍ په خاطر پاليسي جوړوي نو باید پوی شو چې د وطن په مقابل کې هره بې مسولیته خبره کول ددې وطن په ورانۍ کې ونډه اخيستل دي، هر چيرې چې په نړۍ کې سياستونه ناکام شوي دي يو ستر لامل يي هم له سياسي موضوعاتو سره عاطفي چلند دی، خو اوس اوس افغان حکومت له عاطفې راوتلي او د ريښتوني سياست لوري ته يي يون کړی دی دا چې دلته مخکې تر دې سياست د معاملو او جوړجاړي ښکار وو اوس نو خلکو ته ريښتونی سیاست دروغ يا ملنډې ښکاري، په تيرو ۱۳ کلونو کې پخواني ولسمشر حامدکرزي پاکستان ته شل وارې سفر وکړ خو په دې شلو سفرونو کې يوازې صفر اعشاريه شل سلنه لاسته راوړنه هم نه وه، له دې سره سره چې د تیر حکومت ځينې پلويان د شته حکومت پر ځينو سیاستونو نيوکې کوي خو دوی هیره کړې چې ملاعمر له ننه درې کاله مخکې مړ وو خو د عاطفي او کمزوري سیاست له امله يي مرګ پټ پاتې شوی و ان تر دې چې يو وارې خو له کوټې يو دوکاندار هم راغی او د طالب مشر په نوم يي څو لکه ډالر یو وړل،يو بل خو د سولې شورا رئيس هم و وژاه او بل بیا د ملي امنيت پخوانی رئيس اسدالله خالد دومره سخت ټپي کړ چې ان د مرګ تر کومي ورسيد.نو که دوی نيوکه کوي باید ددې مرګ د افشا کيدو امتياز هم اوسني افغان حکومت ته ورکړي، شل سفرونه پاکستان ته شوي و خو په لومړي وار له طالبانو سره مخامخ خبرې د شته حکومت بله لاسته راوړنه ده چې لومړی وار يي دوی مخامخ خبرو ته قانع کړل،همدارنګه له هندوستان څخه د پوځي مرستو په برخه کې حامدکرزي څو وارې غوښتنې درلودې له دې سره سره چې ډير وارې پاکستان ويلي دي چې کرزی هندوستان ته نیږدې و او له همدې امله خو دوی دلته نيابتي جګړه کوله ولې هندکله هم تيار نه شو چې له افغانستان پوځي مرستې وکړي ولې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکومت کې هند درې هليکوپترونه افغان حکومت ته وسپارل، څلورم پر لاره دی او شونې ده نورې مرستې هم وشي، ۱۳ کاله را هیسې د سلما پر بند کار کيده خو په وروستیو کې يي کار جدي شو او نن سبا يي د اوبو د زیرمه کولو چارې پيل شوي دي چې دا ټول ښه او له هیلو ډک خبرونه دي.
له امريکې سره پر شوي امنيتي تړون يا (BSA) باندې هم ډير نيوکې کوي خو دوی هیره کړې چې له امريکې سره له شوي تړون سره سم له روسيي،چين، ازبکستان، ترکمنستان او آذربایجان سره د ولسمشر ښې اړيکې هم دې وطن ته يو ښه زیری دی ځکه په سیمه کې دا چې اوس اوس په چټکۍ سره حالات بدل شوي دي نو حکومت د امريکې د مرستې په نشتون کې د بديل په لټه کې هم شوی دی، راځئ په دې لټه کې شو چې موږ څومره موکې لرلي دي او څومره مو ضايع کړي دي، که چيرې په ټول کې منفي برخې ته پام وکړو بیا نو یوازې منفي خبرې کول خو ددې وطن ستونزه نشي حل کولای دې وطن په تیرو ۱۴ کلونو کې ډيرې ښې ګڼې او لاسته راوړنې هم لرلي دي.
ښه به وي چې د شته حکومت د رغنده سياستونو ملاتړ وشي، له هندوستان سره ښې اړيکې، ټاپي پروژه، د سيمه ايزې اجماع لپاره ذهنيت سازي اوس اوس له بل هرڅه د افغان ولس ملاتړ ته اړتيا لري، په نښتو کې د خپلو سرتيروقربانۍ نه ښايي هيرې شي، سرتيري چې قرباني ورکوي، په هلمند يا کندز کې مرګ په سترګو وينې خو بیا هم ورځي نو باید و وايو چې په دې وطن کې اراده او انګيزه دواړه شته دي،سنګر ته تګ اراده ښيي او له هیواد څخه ساتنه بیا انګيزه.
د بیکارۍ يا امنۍ ستونزه په تدريجي ډول سره حل کيدای شي موږ په تیرو ۱۴ کلونو کې خيالي او د بهرنیانو په مرسته ولاړ اقتصاد يا کاري موکې درلودې خو نن چې ۱۳۰ زره بهرنيان اتو زرو ته را رسيدلي دي نو بيکاري حتمي ډيريږي همداسې مالي مرستې د ۲۰۱۴ کال له پيله مخ په کميدو شوي دي او نن يي تقريبا اندازه صفر ته رسيدلې، موږ چې نن خپل مامور ته معاش لرو يا سرتيري ته پرې تجهيزات برابروو دا ددې وطن اصلي اقتصاد دی هر هیواد په خيالي اقتصاد نه دی ژغورل شوی، په نړۍ کې د هر پرمختللي هیواد تر شاه د افغانستان د نني حالت کيسه خامخا شته هیڅ هیواد نه خيال آباد کړی دی او نه هم منفي تبلیغ د هیواد پر وړاندې تر ټولو ستر مسولیت د هیلو پنځول دي، کله چې بزګر ناهیلی شو، کرکیله نشته، کله چې سرتيری ناهیلی شو بیا د وطن د دفاع انګيزه له منځه ځي او کله چې مامور يا ښونکی ناهیلی شو بیا نو دولتي ادارې په ټپه دريږي او د هیواد حالت بد لوري ته ځي.
راځئ په هرڅه چې نظر ورکوو يا د منفي تبليغ يوه برخه ګرځو په تیرو کړنو قضاوت وکړو،تل تيرې کړنې د راتلونکې لپاره بنسټ جوړوي، تير په هیر نه شي خلاصيدای، تير دي چې راتلونکی باید وټاکي په نړۍکې ډير داسې مشران شته دي چې د بدلون په خاطر يي مبارزه پيل کړې خو ډير وارې دده په ژوند نه بلکه دده تر مرګ وروسته بدلون راغلی دی نو کله چې بدلون ته ژمن ولس اوږه ورکړي بیا بدلون شونی دی کينې يوازې د څو تنو په شتون کې د ټول هیواد بدلون ناشونی دی، دا بدلون باید له کليو را پيل شي، بزګر باید په بدلون باور ولري، عادي وګړي باید بدلون ته ژمن وي او بیا تر چارواکو او ارګ پورې د بدلون انګازه را ورسيږي ولې متاسفانه په افغانستان کې تر بدلونه ډير دي چې نه بدلون، ناورين او ستونزو ته خوښ دي،ددې ستر لامل دی چې ځينې کوښښ کوي په ناورين کې مشران شي د ناورين یوه بدي هم داده چې پر موږ تحميلي مشران را تپي خو که سمون وي بیا هيڅوک تحميلي نشي راتلی هر سړی به له خپل استعداد سره سم راځئ، راځۍ بدلون ته کار وکړو او تر منفي شننو پر انګيزه، هیله، اميد او ښه لوري ته د وطن په بیولو باندې فکر وکړو.