د دولت ډک جیب ته وږی ملت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65813
بریالی نایاب
دخبریدو نیټه : 2016-01-02



په هیواد کې د شته بیکاري او روان اقتصادي بحران سره افغان حکومت د عوایدو له زیاتوالي خبرې کوي د افغانستان د ماليې وزارت وايي په تېرو ۱۳ کلونو کې په لومړي ځل تر بل هر کال یې ډېر عواید را ټول کړې دي خو بل خوا په هیواد کې موجوده بیکاري نه یوازې د افغانانو بلکې د نړیوالې ټولنې د اندېښنې وړ هم ده د همدې بیکاري له امله افغان ځوانان هیواد پریښودوته اړ شول چې پدې لړکې مو ډیر ځوانان او د کورنیو زیات شمیر غړي اروپاته د رسیدو په لارکې خپل ژوند له لاسه ورکړ آروپایې هیوادونه په خانګړي ډول جرمني هیواد چې ډیری افغانان ورغلي سره د دې چې بار بار دمهاجرینو له منلو څخه غږ پورته کوي بیاهم خلک ور روان دي پدې هیله چې کیدای شي هلته تر میشته کیدو وروسته له بسیا ژوند څخه برخمن شي. 
د هیواد دمالیې وزیر اکلیل حکیمي پدې وروستیو کې وویل چې په روان کال کې د راټولو شویو عوایدو کچه څه باندې ۱۲۰ ملیارده افغانیو ته رسېدلې ده، د پيسو نړیوال صندوق افغان حکومت لپاره په ۱۳۹۴ کال ۱۱۴ میلیارده افغانۍ عواید ټاکلې وو او د هغه هدف په ترلاسه کولو سره به ۷۵ میلیونه ډالره مرسته کوي چې  د پيسو نړیوال صندوق ژمنه کړل شوې ۷۵ میلیونه ډالره بسپنه اوس افغان حکومت ته ورکړي دي.
داچې ملي عواید د دولت خزانې ته په زیاته اندازه راټول شويدی په هیواد کې  په ښکاره ډول تر دې دمه داسې د کارموندنې نه کومه ملي پروژه پیل شوې او نه هم دولت په دولتي ادارتو کې د خالي بستونو د پوره کولو هوډ له ځانه سره لري په تیرو ۱۴ کلونو کې هیڅ داسې یو کار چې د هیواد ملي اقتصاد سره مرسته وکړي او باثباته وي نه پلی شوی او نه هم د هغه دپلي کیدو لپاره نړیوالې ټولنې مرسته کړې ده نړیوالو مرسته کوونکو په هغو برخو کې خپلې مرسته کړې پیسې لګولي دي چې هغه کارونه د ملي اقتصاد د ملاتړ په ډول اوس نه تر سترګو کیږي.
په هیواد کې ۴۲ سلنه وګړي اوس هم د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي همداراز یوې بلې تازه څیړنې موندلې چې ۲۰۱۵ میلادی کال هم د ۲۰۱۴ میلادي کال په څیر افغانستان په ډیر بد اقتصادي وضعیت کې شتون لاره او دايې په ډاګه کړې ده چې د تیر کال په څیر سږ کال هم د افغانستان په سرانه عاید کې د پام وړ کموالی راغلی دي، نه یوازې داچې په هیواد کې اقتصادي وضعیت ښه شوی نده بلکې نور هم د اندیښنې ګرځیدلی ده.
هیواد په تیر ۱۴ کاله کې د دوامداره اقتصادي پرمختګ شاهد نه وو بلکې یوازې لنډ مهاله اقتصادي پرمختګونه وو چې هغه هم د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره له منځه ولاړل ، په اوس وختکې په هیواد کې په درې واړو اقتصادي سکتورونو یعنی صنعتي سکتور، کرهڼیز سکتور او خدماتي سکتور د پام وړ کموالی راغلی ده چې دا پخپله د اندېښنې وړ خبره ده.
په تیر کا ل کې داسې اټکل شوی وو چې افغانستان به په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۱٪ سلنه اقتصادي پرمختګ وکړي خو اوسنیو شرایطو ته په کتو سره ویلی شو چې کیدای شي آټکل شوی هدف هم نه وي ترلاسه شوی.
داچې افغان حکومت پدې وروستیو کې دا نارې وهي چې مالیې وزارت ډیر عواید راټول کړي دا پدې معنی ندي چې د هیواد اقتصادي وضعیت ښه شوی بلکې دا پدې معنی دي چې د هیواد په ګمرکونو کې د میلیون ډالري فساد مخه یوڅه نیول شوې ده په بېلا بېلو برخو کې هیواد ته په را واردیدونکو توکو ټکسونه لوړ شوي چې په مخابراتي برخه کې د خاصې اندازې ټکس وضع کول یې ښه بیلګه ده  او هغه پیسې چې پخوا به د کارکوونکو جیبونو ته په غیر قانوني ډول تلې د دولت خزانې ته راګرځول شويدي، د ملي وحدت حکومت دا کړنه په تیر حکومت کې د شته فساد څخه په ډیره اسانه کولای شي پرده پورته کړي او ملت ته دا وښیی چې تیر حکومت د فساد په له منځه وړلو کې ژمن نه وو او دادی د ملی وحدت حکومت پدې وتوانیده چې د روان فساد یوه برخه مهار کړي.
د آشیا فاونډیشن موسسې هغه سروې چې پدې وروستیو کې په هیواد کې د اقتصادي او هر اړخیزو موضوعاتو په هکله ترسره شوې ښيي چې د کورنیو اقتصادي وضعیت په ۲۰۱۴ کال کې د نورو کلونو په پرتله ۲۱٪ سلنه خراب شوی، ۴۹٪ سلنه وګړي پدې باور دي چې ددوي د کورنۍ په اقتصادي وضعیت کې څه بدلون نده راغلی. 
د ملي وحدت حکومت چې په ډیر جرائت سره دا خبره کوي چې دوی د ملی عوایدو کچه لوړه کړې باید چې دیته هم پام وکړي او پدې هم اعتراف وکړي چې دهیواد عمومي اقتصادي وضعیت په یوه ډیر بد حالت کې قرار لري.
 نړیوالې ټولنې هم لکه څنګه چې پخوا په هیواد کې په لویه کچه پروژې پلې کولې اوس یو هیواد هم په هغه کچه لیوالتیا نلري، پخواني حکومت ته د بهرنیو مرستو په راتلو سره په هیواد کې د بیکاري کچه ټیټه او د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې مخ په ښه کیدو شو چې لدې سره ډیرې بهرنیو او کورنیو موسسو، انجیو ګانو او په زرګونو کسانو په دندو مشغول وو تیر حکومت پدې هکله چې که بهرني ځواکونه ووځي او بهرنۍ مرستې بندې شي حکومت به خلکو ته د کار پیداکولو په موخه څه ګامونه اخلي هیڅ داسې د پام وړ پلان په لاس کې نه لاره او یوازې ننداره یې کوله .
 په هیواد کې ملګري ملتونه، نړیوال بانک، آسیایی بانک د آمریکا دمتحده آیالاتو پراختیایي آداره همدا اوس هم يه یولړ لویو او وړو پروژو کار کوي خودا چې په هیواد کې د کار موندنې په برخه کې رغنده کار وکړي هیڅ داسې څرک نه تر سترګو کیږي.
 دهیواد د کار او ټولنیزو چارو وزارت پدې وروستیو کې اعلان وکړ چې د سعودي عربستان هیواد ته به (۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره افغان کارګر ولیږل شي داچې کله او څه وخت دا پخپله د پوښتنې وړ موضوع ده دیته ورته تړون له قطر هیواد سره هم څوکاله وړاندې ترسره شوی وو چې تر دې دمه یې پایله نه لیدل کیږي.
 تمه کیږي ولسمشر خپلو ژمنو ته په رېښتینې توګه کار وکړي او هیواد له موجوده بحران څخه وویستل شي بهرنیو هیوادونو ته د افغان کارګرو استول یوه موثره لاره ده چې کولای شي په هیواد کې دشته بیکاري ستونزه یوڅه هواره کړي او په هیواد کې د تیر حکومت د کړنو په خلاف باید چې داسې ملي پروژې پلې شي چې وکولای شي ډیری وګړو ته دوامداره کارموندنه رامنځته کړي، له مرسته کوونکو هیوادونو دا ژمنه ترلاسه کړي هغه پروژې چې د هیواد په اقتصادي ثبات کې مرسته کولای شي باید چې لومړی پلې شي.