د مرغومي يا جدي مياشتې شپږمه او اوومه نيټه يوه توره او بله زرغونه ورځ بلل کيږي، زه د ۳۵ کلونو يم نه مې د تورې ورځې تعريف پيدا کړی نه مې د زرعونې ورځې زرغونيتا لیدلې،ددې دواړو ورځو لمانځونکي،پالونکي او مينه وال ترې بیلابیل تعبیرونه اخلي، هر يو يي خپل دلايل هم لري او تر ننه ددې دوو ورځو ګټونکی او بایلونکی، ګرم او ناګرم هم نه دی پيدا شوی خو څوديرش کاله کيږي ټول ګرځي او په هر پړاو کې د مجاهد،قهرمان،مسلمان، ملا، طالب، سید، آخندزاده او پير په نوم امتيازات اخلي.
روسان راغلل،افغانستان اشغال شو، کمونيستي افکارو په ټولنه کې ځای ونیوه، څوک خلقیان شول څوک پرچميان، پاتې نورو نو د جهاد نعره پورته کړه او پاکستان ته يي مخه کړه،يو نيم میلیون افغانان شهيدان شول، ښارونه په کنډوالو بدل شول، شپږ ميلیونه خلک بې کوره شول، ایران، پاکستان، اروپا او ان امریکا له افغانانو ډک شول، څه کم يوه لسیزه دې ناورین دوام وکړ، باالاخره روس يا مات شو یا زړه توری خو په خړو سترګو له آمو سينده پورې ووت خو موږ څه ګټه وکړه؟
دا برنی پرګراف دې همدې ناورین يو لنډ جاج دی نور به تيرې تیرشو خو ولې موږ له دې بريا وروسته لکه د ګور چنجي یو بل وخوړل او تر ننه ولې يو بل خورو؟ دا هغه پوښتنه ده چې نوی نسل يي له ځانه، پلاره، وروره ، هر مشر او.... څخه کوي خو ځواب يي هيڅ چا هم نه دی ويلی.
زه د داسې يو نسل په استازيتوب نن څو پاڼې توروم چې له همدې دوو ورځو راپاتې ناورين نن له سختو ستونزو، کړاوونو، ربړو،وحشت او دحشت، طالب او داعشي زیاتي سره مخ کړی یم، زه تر شپږم او اووم مخکې د داسې يو هیواد لرونکی ووم چې پوځ، اردو، نظام،آرام ژوند او ښې راتلونکې ته مې نیکونه او پلرونه هیله من وو، خو ما خپل هیواد داسې بدبخته او در په در کړ چې تر ننه هم در په در اوخاورې په سر دی.
کله چې روسان مات شول نه يوازې روس لاړ بلکه د نورې نړۍ زړه هم له موږ تور شو، شونې ده نورې نړۍ به زموږ له تیرو مبارزو داسې اخځ کړی وي چې ګوندې دا په وطن مين خلک به له موږ پرته خپل وطن اباد کړي او نور به په سوله کې ژوند وکړي، خو کاش موږ داسې وی، کاش موږ له وطن سره مينه لرلی، کاش موږ ريښتوني مبارزين وی. ريښتوني مبارزه خو هغو وکړه چې تر ننه هم په دې نه دي خبر چې دلته روانه لوبه د چا په ګټه وه، دوی تر اوسه هم په دې نه دي پوی چې موږ روسان د امريکې، پاکستان او هند د لويي وچې د خونديتوب په خاطر مات کړل،يانې دا په دې مانا چې موږ ښه خوندور دیګی تیار کړ خو کله چې موږ ورته ځان سماوو نورو پرې خپل بريتونه غوړ کړل او موږ نو په ککړ ديګي د يو بل سرونه مات کړل او لا هم لګيا يو د جاسوس،سرتیري، دولتي کارکونکي،ملا،انجينر او ډاکټر په نوم د يو بل سرونه پر کوو، ان تر دې چې زموږ وحشتونه هم اوس عصري شوي دي له يو بل سرونه پرې کوو، د کامرې مخې ته يي وژنو، ځانمرګي بريدونه کوو، ماينونه خښوو، د يوې افغاني مور زوی د بلې افغانې مور زوی را چپه کړی وي او له وژلو يي داسې خوند اخلي لکه کوم غټ کافر يا د افغانستان او اسلام دښمن يي چې را چپه کړی وي يانې آخري خبره دا چې موږ خپلې غوښې پرې کوو او بيا يي خورو.
موږ که هغه بله ورځ انګریز مات کړ نو راځئ دا ومنو چې په استخباراتي برخه کې يي پر پاتې شونو د پاکستان ای اس ای شخوند و واهه او داده نن يي زموږ د تباهي لپاره پروژې پيل کړي او نن په سيمه او نړۍ کې يي ځان ته يو پياوړی ځای جوړ کړی دی،همداسې له اقتصادي انقلاب څخه يي هند خوند واخيست او دا دواړه هیوادونه د سیمې اټومي ځواکونه او په افغانستان کې د نيابتي جګړې بنسټ ايښودونکي دي، همداسې که مو پرون روس مات کړ نو موږ په اصل کې مار ته ورته پاکستان له روسانو وژغوره او زموږ په نوم په راغلي خیرات دې هیواد ځان دومره تغذيه کړ چې نن دوی يو نيم ميليون پوځ لري او موږ د درې نيم لکه پوځ لپاره هم په نړۍ کې ګدايي کوو.
موږ د ۲۱ پيړۍ په لړ کې هم له ورته يوې بلې ازموينې سره مخ يو يانې ځينې د اسلام په نوم په کوټه، وزیرستان،میرانشاه،کراچۍ او لاهور کې ناست ولې شعارونه په افغانستان کې د پردي يرغل پر ضد د جګړې ورکوي، دوی دې جګړې ته يو وار بیا د سپيڅلي جهاد نوم ورکړی دی يانې د پروني او نني جهاد هيڅ ډول توپير نشته موږ پرون هم په پاکستان کې د خپل وطن د ورانۍ نقشې جوړولې او نن يي هم جوړوو،که پرون په شمشتو،پيښور،بډه بیره او نورو ځايونو کې رباني، ګلبدين، سياف،محمد نبي، يونس خالص، حضرت صبغت الله مجددي او... کمپونه جوړ کړي وو نن د طالب په نوم اختر منصور، جلال الدين حقاني،قیوم ذاکر او..... کمپونه جوړ کړي دي او د روسانو د وخت ورته لوبه يي پيل کړې، پرون مجاهدينو ته امریکې د روس پر ضد وسلې، پيسې او.... ورکولې نن يي روسان د امريکې پر ضد طالب ته پيسې ورکوي، او اختر منصور ورسره په تاجکستان او ترکستان کې ملاقاتونه او لیدنې کتنې کوي او سياسي جارچيان يي بیا په قطر کې ناست دي او له هر ډول افغاني غروره ډير لرې د سولې خبرې بیا په مري او اسلام آباد کې کوي او بده خو يي لا دا چې ځانونه ورته افغانان، د پنځه زره کلن تاريخ لرونکي، سپيڅلي او.... هم ښکاري.
پرون چې طالب راغی دوی د مجاهدینوکړنې نقد کړې او مجاهدينو هغه بله ورځ د خلقيانواو پرچميانو کړنې نقد کړې نن هم شونې ده يو بل نسل ددوی دريو واړو کړنې نقد کړي خو نور به نقد ځکه بې ګټي وي چې پرون هم موږ خپل وطن په خپله د نورو په خاطر وران کړ او نن يي هم د نورو په خاطر ورانوو.
راځئ له تیرو زده کړو دلته د تاریخ تکرار هم شرم دی، دلته پرون هم تاريخ د پاکستان په ګټه تکرار شو او نن به هم تکراريږي ځکه چې پرون پاکستان د روس پر ضد له امريکې اوعربی نړۍ پيسې اخيستې او نن يي بیا د طالب، تروريزم او... په نوم اخلي، دوی ته د امريکې پيسې حلالې شوې او موږ ته حرامې، دوی ته دا شرم نه دی چې بحرونه، هوايي ډګرونه او لوی ښارونه يي د امريکې استخباراتو ته په لاس کې ورکړي دي خو په افغانستان کې د امريکې شتون بیا اشغال بولي خو موږ تر ننه هم په دې سر نه دی خلاص کړی چې موږ ۱۴۰۰ کاله مخکې مسلمانان او پنځه زره کاله مخکې دلته ژوند کړی او پاکستان شپيته کاله مخکې رامنځ ته شوی هیواد دی او د مسلمانۍ يي لا هم سل کاله نه دي پوره شوي خو موږ ورته ناست يو او د دوی خولې ته ګورو، راځئ نور تل د جدي د شپږمې او اوومې پيښې مه تکراروۍ کنه تکرار به يي زموږاصليت نور هم له ستونزو سره مخ کړي يانې تورې د لالا وهي مړۍ دې عبدالله.