په ترکیه کې د ۱۷ کډوالو مړي موندل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65816
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-05

لږ ترلږه د ١٧ کډوالو مړي د ترکيې په ساحل کې موندل شوي دي. دا په دې سيمه کې د خپل ډول وروستۍ پېښه ده چې هغه کډوال ورسره مخامخ کېږي چې غواړي د بحر له لارې يونان ته واوړي. داسې فکر کېږي چې د هغوي بيړۍ د لېس باس ټاپو ته د اوړېدو دهڅې پر مهال چپه شوې وه. د دوى مړي ٥٠ کېلو متره لرې د ترکېې ساحل ته اوبو وړي.په دوى کې ډير يې کوچنيان دي. په ٢٠١٥ کال کې له يو ميليون زيات کډوال اروپا ته اوښتي دي چې ډېرو همدا د ترکيې او يونان لاره کارولې ده. د ملگرو ملتو د شمېرو تر مخه څه وخت نه چې د کډوالو نوى کړکېچ پيل شوى دى ٣٧٧١ کسان لادرکه او يا مړه شوي دي.