ملي امنیت په هلمند کې د سړک غاړې د ماینونو جوړولو بله کارخانه کشف او نیولې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65817
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-05

د ملي امنیت ریاست وايي چې د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې یې د سړک غاړې د ماینونو د جوړولو یوه کارخانه کشف او یو شمېر زیات ماینونه او چاودیدونکي مواد یې تر لاسه کړي دي. له دغه ریاست څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ماینونو د جوړولو دغه کارخانه د ګرمیسر ولسوالۍ په وزیر اباد کلي کې وه. خبرپاڼه زیاتوي چې دغه کارخانه د ملي اردو له ځواکونو سره د ګډو عملیاتو په نتیجه کې کشف شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې وسله والو مخالفینو له دغې کارخانې څخه د سړک غاړې د ماینونو، انتحاري واسکټونو او بوشکه يي ماینونو د جوړولو لپاره کار اخیست.