د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې تر ۱۲ زیات امریکايي پوځیان په یوه حویلۍ کې بند پاتې شوي او شاوخوا یې وسله والو طالبانو نیولې ده. د امریکا فکس نیوز تلویزیون وویل، دا پوځیان وروسته له دې محاصره شول چې یو امریکايي کومانډو ووژل شو او دوه ملګري یې له څو افغان پوځیانو سره ټپیان شول. د امریکا د پوځ یوه مامور فکس نیوز تلویزیوني شبکې ته ویلي چې تر حویلۍ (طالبان) چاپېره شوی دی. د امریکا یو خاص عملیاتي کومانډو د سې شنبې په ورځ په هلمند کې ووژل شو او لږترلږه ۲ نور ژوبل شول. د پینتاګون په وینا د امریکا د پوځ د چټک غبرګون ځواک د سې شنبې په ورځ ناوخته (ماښام) سیمې ته ورسېد چې بند پاتې شوي پوځیان وباسي، د عملیاتو په ترڅ کې یو پوځي ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.