د غازی امان الله خان سپکاوی دټول افغانیت سپکاوی دئ !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65820
پوهيالی حضرت ولي هوتک
دخبریدو نیټه : 2016-01-06

غازی امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی پاچا، د وخت ددیني علماوو د لوری منل سوی ولی الامر، د هغه مهال دټولو اسلامي ملکونو د لوري پېژندل سوی مجاهد، پر مسلمان امت یو مهربان مشر، د کفر اوانګرېز لوی دښمن، اسلامیت، ورورلۍ، عدالت، آزادۍ، علم، وطنپالني، میړاني او صداقت، خلوص او دالله(ج) بندګۍ ته لوی رابلونکي، د اسلامي هیوادونو دخپلواکۍ او ازادۍ لوی قهرمان ،د شر او فسادمخنیونکی، د ظالم په وړاندي د مظلوم ملاتړی، دپښتونولۍ اوافغانیت سمبول، د ریښتني دیني علماوو سره لوی مرسته کوونکی، ، دنهضتونو دغه ستر مشر، د هند د نیمي وچي د آزادۍ دغه ستره څهره ، د اسلامي امت د ویاړدغه لویه نخښه، د غازیانو دغه لوی سالار، په هیواد کي دنوي ژوند او د ترقۍ او پرمختګ دغه لوی انسان ، دهیواد دننه زړه سواند رهبراوپه بهر کي د ترکییې د عصري کیدو دغه لوی مرستندوی او په لویدیځ کي دآسیا داتل په توګه پېژندل سوې څیره د الله(ج) لویه لورینه او دافغانستان د تاریخ یوه ځلانده او ویاړلې څهره ده. د انګریزي استعمار دغه ماتوونکی مجاهد او د ملت غمخوار او د افغانستان د ترقۍ ریښتنۍ غوښتونکی زموږ د هر یوه په زړونو کي ځای لري. غازی امان الله خان نه یواځي دا چي د اسلام د ستر دښمن (انګریز) او د ټولو ښکیل سویو هیوادنو د شتمنینولوټمار استعمار ته ماته ورکړه بلکي د هیواد دننه ئې ملت یو موټی کړ او د افغانستان نوم ئې په نړۍ کي وځلاوه. انګریز د غازی امان الله خان په توره او تدبیر له داسي شرموونکي ماتي سره مخامخ سو چي تر اوسه ئې نسي هیرولای، نوځکه تر اوسه پوري زموږ د ملي وحدت، ترقۍ او استقلال په لاره کي خنډونه جووړوي او په بیلابیلو نومونو خپل جاسوسان او اجنټان رااستوي او موږ ته ستونزي جوړوي، خو دا باید هیره نه کړي چي اوسنۍ نسل او زموږ اوسني ځوانان هماغه د غازی امان الله خان د مکتب پیروان دي، دوی د آزادۍ درس له دغه ستر غازی څخه اخیستی دئ او د وطن سره ئې مینه ورڅخه زده کړې ده د غازی امان الله خان نوم او خاطرو ته درناوی کوو اوددغه لوی انسان روح ته ددعا لاسونه پورته کو اود جمعیت اصلاح هغه چټل انسان په کلکوټکوغندو .