دعاة ولاقضاة
بلونکي اوسئ نه حکم کوونکي
که ږيره خرييل کفر ((بيديني)) وي، نو بيا خو شهيد سيد قطب ((د اخوان المسلمين بنسټګر))، علامه اقبال ((اردو شاعر))، اردوغان ((بنسټپال د اسلام ساتونکی)) عادل الجبير ((د پېغمبر د ټاټوبي)) يې هم نه لري. يو ترکي مشر او بل د سعودي د بهرنيو چارو وزير دی. بوټو، بابر، مشرف، حميدګل، اختر، محمد علي جناح ((د اسلام کلا بنسټ اېښوونکی)) هم نه لرله، د ((قائد اعظم)) اصطلاح ورته کارول کيږي ايا دا کارونه ورته درست ده؟ البته سنة مؤکد ده، درنښت وساتنه يې په کار ده، نه سپکاوی
پر افغان مشرانو ډاکټر نجيب الله، محمد داود خان، محمد ظاهر شاه، امان الله خان باندې کفري فتواوی سياسي انګېزه لري. فتوی بايد سياسي انګېزه ونه لري چې نفرت راوپاروي. فاشيستي، مارکسيستي، ښکېلاکګري، سامراجي، استخباراتي و نظامي فتواوې د اعتبار وړ نه دي.
د سنة ومستحب يا وجب پر انکار څوک نه کافر کيږي. فرائض راټينګ کړئ، سنة ومستحب به خپله راټينګ شي. قتل، غصب، حلالول، تښتول، بډې اخېستل، غلا، زنا، ضرر او داسې نورې ګناوې څنګه توجيه کړو؟
((ملا لنګ به چې هر ځای کېناسته هغه به راشين کېده)).
مولوي صاحب،
فقضبت قبضة من اثر الرسول فنبذتها وکذلک سولت لي نفسي (طه: ۹۶)
وقد كان السامري رأى عند خروجهم من البحر عند إغراق فرعون وقومه، رأى جبريل عليه السلام على فرسه فأخذ قبضة من أثر حافر فرسه، وسولت له نفسه أنه إذا ألقى هذه القبضة على شيء صار حيا فتنة وامتحانا. فألقاها على ذلك العجل الذي صاغه بصورة عجل فصار له خوار، فقال لبني إسرائيل هذا إلهكم وإله موسى، تعالى الله عن ذلك علوا كبيرا، فلما رجع موسى إلى بني إسرائيل قال للسامري: "فما خطبك يا سامري؟" فأجابه السامري: "بصرت بما لم يبصروا به"، وهو جبريل عليه السلام على الفرس، "فقبضت قبضة من أثر الرسول"، أي من حافر فرسه، "فنبذتها"، أي ألقيتها على العجل، "وكذلك سولت لي نفسي"، أي أن أقبضها ثم أنبذها فكان ما كان. والله أعلم.
ذكر المفسرون أن (الرسول) هنا هو جبريل عليه السلام ، حيث قبض السامري أثر فرسه ، فنبذها في فم العجل ، وأطنب المفسرون في تفسير ذلك ، إلا أن ابن عاشور يذكر أن المفسرين اعتمدوا على روايات القصاصين ، ولم يذكر هذا التفسير في السنة ولا حتى الإسرائيليات .
فهل فعلا رأى السامري جبريل عليه السلام ، فكيف يراه وهو ليس بنبي ولا رسول . والآية صريحة في وصف العجل بالجسد أي تمثال ، لا حياة فيه ، وهي أسئلة طرحهها الرازي في تفسيره ، ولكن لا يوجد جواب مقنع لذلك . وهل فعلا أن الرسول في هذه الآية الكريمة هو جبريل عليه السلام .
مولوي صاحب،
ږيره ښه خبره ده. سنة مؤکد ده. څوک يې مستحب او څوک يې واجب ګني. ټولو انبياو، رسولانو، صحابه، تابعينو، تبع تابعينو، ائمه وو، محدثينو او ښو خلکو پرېښې ده. هېچا ته يې سپکاوی په کار نه دی. چا چې په ښه نيت پرېښې ښه کار يې کړی دی. لږ تر لږه د پېغمبر سنة يې پرځای کړي دي، خو چې لږ پرهيز يې هم ورسره کړی وي. البته خرييونکی يې ګنهکار دی، مسلمان دی او کافر نه ګڼل ترڅو چې سپکه او بې ارزښته يې ونه ګڼي. که خدای مه کړه څوک ترې منکر هم شي، نو بيا هم احتياط په کار دی داسې نه چې منکر ، ناپوهي، صحي ((دماغي)) او نورې ستونزې ونه لري. د عالم دنده دا ده چې ويی وپوهوي، د خلکو دنده دا ده چې پوليس خبر کړي. د پوليس دنده دا ده چې ويې نيسي او له خلکو يې وساتي څارنوالۍ و محکمې ته يې وسپاري. د محکمې دنده دا ده چې هر اړخيزه څېړنه وکړي او محکمه به پرې بيا خپله پرېکړه کوي چې څه ورسره وکړي.
په پوښتنه کې پوښتنې او ننګونې
مولوي صاحب،
که ږيره د اسلام لپاره شرط وګڼو، نو بيا خو به سخته وي چې ځينې هندوان،سيکهان، ځينې يهود وعيسويان هم کافر ((غيرمسلم)) وګڼو. اګر چې کلام پاک درې اديان پېژني چې اسلام، يهوديت ونصرانيت نه نور. کلام پاک هغوی ته ښکاره پيغام پخپلو مقدسو کتابونو ((تورات وانجيل)) کې ورکړی او کلام پاک ښکاره پيغام د حضرت عيسی عليه السلام په وسيله ورکړی چې ((يأتي من بعدي اسمه احمد))، که څوک له دې وروسته پر محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ايمان نه لري، نو قرآن کريم ورته ښکاره پيغام ورکړی.
شهيد سيد قطب
مولوي صاحب،
که ږيره د اسلام لپاره شرط وګڼو، نو بيا به د ټولو بنسټپالو ((اخوان المسلمين)) لپاره ګرانه شي چې ځان مسلمان ثابت کړي. که تاسو د شهيد سيد قطب عکسونه وګورئ، نو هغه هم ږيره نه لري. د زندان په عکسونو کې له ورايه ښکاري چې ږيره يې نه شته. دا چې له زندانه مخکې يې ږيره درلوده يا نه تاسو ته به پته وي. ما ته خو پته نشته چې د زندان له اصولو وشرايطو سره پرې په زور خرييل شوې او که نوموړي له مخکې نه نه لرله. خو نن زياتره مصري علماء ومفتيان ان تر مصري لوی عالم ومفتي شيخ يوسف القرضاوي پورې سمه ږيره نه لري او يا که لري، نو هغه هم ډېره لږه.
مولوي صاحب،
که ږيره شرط وګڼو او خرييونکی يې کافر وګڼو، نو بيا خو به اخوان المسلمين سخته شي چې ولې د داسې مشرتابه پيروي کوي چې هغه خو ږيره نه لري. که ستاسو فتوی راواخلو، نو بيا جماعت اسلامي، حزب اسلامي او په ټوله کې اخوان المسلمين څنګه د شهيد سيد قطب خدای مه کړه ((کافر)) پيروي؟ له قرآني اړخه خو ان له کفارو سره موالاتو نه هم منعه راغلې چې ((يا ايها الذين امنوا لاتتخذوا اليهود والنصری اولياء بعضهم اولياء بعض))، ((لايتخذ المؤمنون الکافرين اولياء من دون المؤمنين ...)) نو چې له دوستۍ نه يې منعه راغلې، نو پيروي خو يې قطعاً ((بالکل)) حرامه ده. نو بيا به د دوی لپاره د بې ږيري پيروي څنګه شي؟
مولوي صاحب،
زما د عربي ژبې استاد ژبپوهانديمنی ډاکټر مطهر شهاب چې د اکسفورډ پوهنتون د اسلامي علومو (Oxford Centre for Islamic Studies) په څانګه کې استاد دی. يوه ورځ د اخوان المسلمين د نومونې پورې راغله او ويی ويل : کله چې په مصر کې د لومړي ځل لپاره د اخوان المسلمين خلک راټول شول چې د اخوان المسملين د سازمان Muslim Brotherhood لپاره نوم وټاکي، چا يو څه او چا بل څه، هر چا خپل نظر څرګندولو، خو بالاخره دوی د خپل سازمان لپاره د اخوان المسلمين نوم غوره کړ، نو د دوی له خپلو اصلي ملګرو نه يو تن وويل: زه له دغې نوم سره خوښ نه يم. دا ځکه چې الله تعالی د ((اخوان)) کليمه د ((الشياطين)) سره کارولې ده. تاسو يې څنګه د ((اخوان المسلمين)) سره کاروئ؟ د ((المؤمنون)) سره ((اخوة)) کليمه کارولې، نو ولې ((اخوة المؤمنون)) پرې نږدئ؟
دا چې دوی د زغم خلک نه ول، نو سملاسي يې ورانې ته واړوله چې ګوندې ته اوس زموږ دا ټول جريان وسازمان او دا څه چې مو کړي له اسلام سره سر نه خوري، نو هملته پر هماغه غونډه کې يې پرې لاسونه شاته واړول او مټې يې د دې وتړلې او سترګې يې پرې ورپټې کړې او هوا په هوا يې له غونډې نه ويست او سيده دښتې ته يې يووړ او هملته يې ختم کړ چې تر ننه پورې بيا چا د هغه پټه ونه لګوله چې مړ دی يا ژوندی؟ دا د دې ثبوت دی چې اخوانيان زغم نه لري او د زغم خلک نه دي. سازمان يې له پيله پر ظلم اېښوول شوی.
مولوي صاحب،
داسې ويل کيږي چې سيد قطب تر ډېره د سيد ابوالاعلی مودودي له نظرياتو نه متأثره شوی وو چې دا خو به بيا حزب اسلامي، جماعت اسلامي او نورو بنسټپالو اسلامي تنظيمونو او ډلو ته سخته شي چې خپله کړنلاره اسلامي ثابته کړي. عجيبه، استاد يې ږيره ور او شاګرد يې بې ږيرې، حال دا چې جماعت اسلامي خو ځانونه د اخوان المسلمين يو شاخ يا پوټو کاپي بولي، نو بيا څنګه د داسې چا پيروي کوي چې هغه ږيره نه لرله؟ که ستاسو فتوی رامخته کړو، نو څنګه يو اسلامي سازمان په سر کې خدای مه کړه بيدينه مشر ولري؟ بيا يې پيروي ولې کوي؟
شاعر علامه اقبال
مولوي صاحب،
که ږيره د اسلام لپاره شرط وګڼو، نو بيا خو خدای مه کړه د اردو ژبې خوږ شاعر مرحوم شاعر علامه اقبال سره څه وکړو؟ تاسو به ((ديوان اقبال)) لوستی وي، که مه نه وي لوستی ويې لولئ. د هغه اشعار زياتره تصوفي دي. ان تر دې چې هغه په خپل يو شعر کې افغان ملت د ټولې اسيا زړه بللی او د اسيا د ستونزو حل يې بللی دی.
شعر
اسيا يک پيکر آب و گِل است
ملت افغان در آن پيکر دل است
از فساد او فساد اسيا
در گشاد او گشاد اسيا
تر پايه
افغان ملت يې له کينې پاک ګڼلی، د وحدت ((يووالي)) ملت يې ګڼلی او له بېدينۍ پاک ملت يې ګڼلی. دا هغه وخت وو چې د هغه وخت د زبرځواک د نړۍ په زياتره برخو خپل سيوری غوړولی وو، خو هغه ترې د مسلمانانو مدافع ترې يوازې افغان ملت ګڼلو. دا ځکه چې دې سرشاري ملت له سکندر مقدوني نه د هغه وخت د زبرځواکه پورې ډغرې وهلې وې او دا د ډغرو متره يې يوازې په همدغه مېړني او سرشاري ملت کې ليدله.
محمد علی جناح
مولوي صاحب،
که ږيره د اسلام لپاره شرط وګڼو، نو بيا خو هغه وخت چې ګاندي، باچا خان ومانديلا يا په بله مانا مسلمان، هندو وعيسوي په ګډه د هغه د وخت د زبرځواک يا زبرځواکونو چې د مصر د سويز کانال له ليارې د منځني ختيځ په ټوله سيمه ان تر افريقا پورې د تبغيض ((اپارتايد)) سيوری غوړولی وو او دلته د هند له نيمايي وچې تر منځنۍ اسيا پورې سيوری غوړولی چې ان تر ليرې ختيځه پورې يې دا سيمه تر خپل استکباري سيوري لاندې راوړې وه. ترکيه د عثمان خلافت وارثې هم د جرمنيانو او برتانويانو په جنګ کې ماتې خوړولې او له آده باده وتلې وه، نو د اسلامي امت د خلاصون لپاره يوازې او يوازې دې سرشاري ملت ته سترګې اوښتلې، نو ځکه علامه اقبال دا ستونزه درک کړې وه او علاج يې يوازې د افغانانو سرښندنه وه.
مولوي صاحب،
که ږيره د اسلام لپاره شرط وګڼو، نو د قائد اعظم محمد علي جناح سره څه وکړو؟
بيا خو به د ننني پاکستان د علماو لپاره سخته شي چې دا ثابته کړي چې محمد علي جناح مسلمان وو، نو خدای مه کړه چې مسلمان نه شي، نو بيا خو د اسلامي ملک بنسټ د غيرمسلم پر لاس اېښوول. اګر چې اصلي بنسټ اېښوونکي يې غيرمسلم برتانويان دي. برتانيه خو غيرمسلم هېواد دی. عيسوي ټولنه ده چې اوس خو لا سيکولر يا پر مذهب نه ولاړه ټولنه ده. نو له يو غيرمسلمه څنګه د يو اسلامي بنسټ تقاضا ((هيله)) وشي؟
مولوي صاحب،
که ږيره شرط وګڼو، نو بيا خو د قائد اعظم اصطلاح به غيرمسلم ته څنګه شي؟ ځکه چې قائد اعظم هم ږيره نه لري، علماء دا وايی چې د ((قائد)) کليمې په کارونه کې بايد احتياط شي، ځکه چې دا کليمه له پېغمبر سره راځي. دا ځکه چې ريښتينی قائد ((لارښود)) خو هغه دی، نه بل څوک، نو بيا ولې علماء دېته متوجه نه دي؟
که تاريخ ته وګورو، نو انګرېزان چې کله له هند نه په فزيکي ډول وتل، نو هغوی غوښتل چې دا ټوله سيمه په يو بل اسانه او ساده بڼه تر خپل نفوذ لاندې راولي، نو د هند د وېش پلمه يې رامخته کړه او ناسيده يې له ګاندي يا هند نه د خپلې ماتې د يو سياسي غچ په بڼه د هند وپاکستان ترمينځ د وېش مساله راپورته کړه او جناح يې ولمسولو او د بېلتون مفکوره يې ورته په مغز کې وڅڅوله او جناح ته يې د خپل يو تلپاتې نوکر په توګه له لوريېنې له مخې د پاکستان په نوم يو هېواد ورته جوړ کړ چې له دې نقطې نه له يوې لورې د چين او له بل لورې له روسيه نه څار وکړي او هم لېرې ختېځ وڅاري، نو له هند وافغانستان نه يې ورته زمکه راجلا او د پاکستان په نوم يو ملک ورته جوړ کړ، او قانون يې ورته خپل وټاکه.
ذوالفقار علي بوټو
مولوي صاحب،
که ږيره د اسلام لپاره شرط وګڼو، نو د بوټو خو ږيره نه وه. اسلامپال هم نه وو، بلکې سوشياليست وو. زموږ د لروبر ان د نړۍ په کچه شعار د ټولو يو وو چې ((کور، ډوډۍ، کالي)) يا ((روټي، کپړا، مکان))، ايډيالوژي خو يوه وه او اوس هم يوه ده.
که ږيره شرط ونيسو، نو بيا ولې مولانا فضل الرحمان د سوشياليست بوټو او د لور يې بېنظير او د زرداري خوا نيولې وه؟ داسې ويل کيږي چې مفتي محمود تر مرګه پورې د افغانستان تذکره لرله او له ځان سره به يې تل په جيب کې ګرځوله. دا چې زوی يې وروسته د پلار خلاف د بوټو د لور بېنظيرې خوا ونيوله او دا دی ترپايه د هغې له مرګه وروسته يې د څښتن زرداري او د زوی بلاول خوا نيولې ده.
مولوي صاحب،
که ږيره لازم وګڼو، نو دا خو به بيا د حزب اسلامي مشرتابه، د جمعيت مشرتابه او د شورای نظار مشرتابه ته سخته شي چې ځانونه اسلامي ثابت کړي.
• لومړي: بابر به ويل چې ما يوه ورځ دوی درېواړه له ځان سره بوټو ته د پېژندګلوۍ لپاره يووړل او هلته د انتظار خونه کې مې د هغه ياور وته وويل چې ورشه او ورته ووايه چې دی راغلی او دلته يې تا ته له ځان سره هلکان راوستي، نو بيا هغه راته وخت راکړ او دوی مې ورته وروپېژندل. د بابر و بوټو دواړو ږيره نه وه، نو څنګه دا درېواړه اسلامپال (بنسټپال) پر اسلامي ايډيالوژۍ سمبال له بابر کافر سره بوټو کافر ته ولاړل؟ د دوی ترمينځ څه اړيکه وه؟
• قاضي حسين احمد هم دغسې ورته وينا کړې وه چې يوه ورځ ما دوی له ځان سره يوړل او بوټو ته مې وروپېژندل. له بابر و بوټو سره د دوي پېژنده يې د ځان وياړ ګڼله. نو څنګه يو اسلامپال ((بنسټپال)) غټ ږيره ور قاضي دا هلکان له ځان سره بوټو کافر ته وړي؟ ولې لکه چې هغه وخت د قاضي صاحب دې مسالې د ږيرې او فتوی ته سوچ نه وو، که څنګه؟
که امان الله خان په دې ګرم کړو چې لومړی ږيره يې خرييلې وه، نو بيا دې نورو يې ولې پيروي کوله؟ ولې سيد ابوالاعلی مودودي سيد قطب، بوټو وبابر او قاضي حسين احمد بيا جنرال ضياءالحق، جنرال اختر عبدالرحمن، جنرال حميدګل، شجاع پادشاه، نواز شريف، زرداري او داسې نورو ته نصيحت نه کولو؟ هغه فتوی خو لا پرځای پرېږده چې تر ننه پورې لا څوک بوټو ته ((کافر)) نه وايی؟ نو بيا يې زموږ مشرانو ته ولې وايی؟
که د اصلاحاتو خبره وي، نو دا اصلاحات خو بوټو او بېنظيرې او بابر هم غوښتل، نو بيا هم هغوی ته څوک بيدينه ((کافران)) نه وايی؟
ضياءالحق [مرد حق، مرد مؤمن]
مولوي صاحب،
مولوي صاحب،
دا چې تاسو امان الله خان له دې امله بيدينه بولئ چې دی لومړنی مسلمان افغان باچا وو چې ږيره يې کله کړه او بيدينۍ ته يې لاره پرانېسته، هسې که له تاسو وپوښتل شي چې ځه دا به درسره ومنو چې هغه بيدينۍ لار پرانېسته، نو ضياءالحق خو مسلمان وو او تاسو جماعت اسلامي والاوو ورته د ((مرد حق، مرد مؤمن)) لقب د هغه له مرګ وروسته ورکړ، نو بيا يې له اسلامولۍ سره سره يې ږيره خرييله او بيديني يې غوره کړې وه، نو بيا تاسو جماعت اسلامي والاوو ولې بيدينه ستايلو؟ که له تاسو وپوښتل چې د بيدينه ستايل جايز دي، نو ستاسو ځواب به څه وي؟ تاسو د جماعت اسلامي او جماعت علماء والاوو خو يې ملاتړ کولو او هغه تاسو سپورټ کولۍ، نو بيا د بيدينه ملاتړ څنګه توجيه کوئ؟
مولوي صاحب،
تاسو ته به پته وي چې په پاکستان کې د نظاميانو او د سياستوالو په تېره بيا د خلکو ګوند (PPP) ترمينځ د بوټو د اعدام پر سر قوي اختلاف شتون لري. د پيپل ګوند او د بوټو کورنۍ دا يو ناحقه ظلم او سياسي غچ بولي چې د بنګال له بېلتون او د پوځ له ماتې سره تړاو لري.
د بوټو کورنۍ وايی چې بوټو د شيخ مجيب الرحمن په وخت کې له دې سره لېوالتيا نه درلوده چې پوځ هلته ولېږل شي، خو دا د پوځ خوښه او لېوالتيا وه چې هلته ولاړ شي نه زما د پلار. که زما پلار ورته د تلو امر کړی وی يا نه دوی بې له هغې تلل، خو دوی زما د پلار خوښې ته کتل او د هغه له سلا پرته ولاړل او چې هلته يې ماتې وخوړله، نو زور يې زما له پلار وويست او هغه يې پکې اعدام کړ چې دا د يوه سياسي پلمه وه او پوځ زموږ ګوند په قدرت کې نه پرېښووه او زموږ د ګوند بېساری پرمختګ ورته د زغملو نه وو.
پوځ بيا دا وايی چې نه موږ نه تللو، بلکې ده ((بوټو)) وليږلو، نو ځکه موږ ماتې وخوړه او ده د جنګ امر راته نه کولو، خو داسې نه ده. که موږ د هغه اعدام دوسيې ته وګورو، نو هغه د ږيرې له امله نه دی اعدام شوی، بلکې اعدام يي سياسي انګېزه لري. دا چې سياسي اعدامونه جايز دي يا نه تاسو ته پخپله پته ده.
بېنظيرې چې هر ځل ټاکنې ګټلي، نو پوځ ترې مخکې تر مخکې يوځل د خپل پلار په هکله ليکلي اخېستي چې د هغه د قتل دوسيه به له پوځ سره نه څيړي او نه به يې راپورته کوي او بيا يې ورته اجازه ورکړې. ان تر دې چې د بېنظيرې د قتل په دوسيه کې چې د مشرف په وخت کې ووژل شوه، پوځ له زرداري نه همداسې يو تعهد اخېستی چې د هغې دوسيه به نه راپورته کوي. تاسو دا ډول تپل شوې پرېکړې څنګه توجيه کوئ
مولوي صاحب،
هسې که له تاسو جماعت اسلامي والا نه که وپوښتل شي چې د دې دومره بېګناه فلسطينيانو وژنه چې له يوې لورې پورې اسرائيلو زمکه سره اور کړې وه او له بل لورې پرې خپلو عربو، نو تاسو ولې داسې وکړل؟ تاسو اوس هغه چا ته چې ۲۵۰۰۰ فلسطينيان يې وژلي، څنګه يو قاتل ته د شهيد جهاد افغانستان او د ((مرد حق، مرد مؤمن)) لقب ورکوئ؟ ايا دا مو له موږ او فلسطينيانو سره جفا نه ده؟
Black September: When Pakistani army killed 25000 Palestinians
http://www.sanskritimagazine.com/history/black-september-when-pakistani-army-killed-25000-palestinians/
دا څنګه کېدای شي چې له يوې لورې له فلسطينه د ملاتړ نارۍ وهۍ او له بل لورې مو دل کړيدي.
اصف علي زرداري
مولوي صاحب،
مولانا فضل الرحمن له هر چا زيات د خلکو له ګوند سره خلط دی. که بابر يو کاکا وو، نو فضل الرحمن يی بل کاکا وو. همداسې مولانا سميع الحق درواخله چې د زرداري په وخت کې د ((دفاع پاکستان کونسل)) مشر وټاکل شو، نو تاسو بنسټپال بې ږيرې والا بيدينه ګڼئ او هغوی د حکم لاندې کار کوي؟ تاسو چې په افغانستان کې د جهاد فتوی ورکوئ، نو بيا ولې هلته له خپلو بيدينو سره جهاد نه کوئ او ولې د هغوی پر ضد فتوی نه صادروئ؟ ځه دا بوټو خو مه حسابوه، جنرال حميد ګل خو بيا زياتره د جماعت اسلامي تر اغېز لاندې وو، نو تاسو ولې هغه ته د ږيرې د پرېښوولو نصيحت نه کولو؟
نوازشريف
مولوي صاحب،
که له زرداري او عمرانخانه در تېر شم، نو نواز شريف خو ميا هم دی. لږ تر لږه دا مياګان، باچا صاحبان يا سيّدان خو ږيره پرېږدي، بلکې ميا صاحب نواز شريف او شهباز شريف يې سره له راحل شريفه يو هم ږيره نه لري. رښتيا سرتاج عزيز هم ږيره نه لري. تاسو چې هنرمندانو ته نصيحت کوئ، نو دې سياستوالو ته ولې د ږيرې پرېښوولو نصيحت نه کوئ؟
له قرآن اړخه خو ((وانذر عشيرتک الاقربين)) تاسو چې په افغانستان کې د جهاد فتوی ورکوئ او مشران يې د ږيرې خرييلو له امله بيدينه ګڼئ، نو بيا ولې هملته جهاد نه کوئ چې افغانستان ته راځئ؟ موږ خو په تاسو اسلامپالو ((بنسټپالو)) کې تراوسه يو عالم وملا ومفتي ونه ليده چې په خپلو ږيره خرييلو فتوی ورکړئ، ولې څه استثناء موجوده ده؟
سيد يوسف رضا ګيلاني
مولوي صاحب،
که له رحمان ملکه يې در تېر شم، نو داسې څوک په تاسو کې نشته چې سيد يوسف رضا ګيلاني ته نصيحت وکړي، نو چې زموږ پر مشرانو د بيدينه حکم کوئ، نو ولې مو خپلو ته د نصيحت خوله ماته ده؟ په ټاکنو کې خو يې زوی وتښتول شو، نو د هغې د اختطاف په اړه ولې فتوی نه ورکوئ چې دا ناجايزه عمل دی.
پرويز مشرف
مولوي صاحب،
د پاکستان د اردو ژبې مشهور ژورناليست حامد مير وايی چې په کومه شپه مشرف په سور يا لال جومات حمله کوله، نو مولانا فضل الرحمن، مولانا سميع الحق و بيت الله محسود درېواړه پارلمان هاوس ته مخامخ د جي بلاک کې ول. مشرف خو هم ږيره نه درلوده او د جومات طالبان او د نجونې د مدرسې پښتنې شاګردانې يې ووژلې، نو جماعت اسلامي خو هم هلته وو او په پارلمان کې مو استازي ناست، نو ولې مو پر مشرف غږ ونه کړ چې له بلې مترادفې لارې کار واخلي او پر جومات حمله ونه کړي او نه څوک ووژني؟ نو تاسو ولې هغه ته بيدينه نه وايی؟
مولوي صاحب،
تاسو جماعت اسلامي والا او سياستوال له نظاميانو او استخباراتو سره ټول له يوې مخې دروغ وايی، ولې تاسو ته لکه چې دروغ ګناه نه ښکاري؟ فقهاء ږيره خرييلي ته فاسق وايی او کلام پاک خو ښکاره ورته د ((لعنت)) کليمه کارولې، نو تاسو ولې دېته متوجه نه ياست؟
قاضي حسين احمد ((درملپلور))
مولوي صاحب،
قاضي صاحب چې ژوندی وو، نو پخپله يې د برهان الدين رباني د مرګ په وېر کې له ځانه پرده پورته کړه. او له انقلابه مخکې يې خپلو اړيکو ته اشاره وکړه او ويې ويل : زه به چې کله کابل ته د دوی يعنې حکمتيار، مسعود ورباني کتلو ته راتلم، د دې لپاره چې استخبارات راباندې پوه نه شي، نو ما به له ځان سره دوا ((دارو/درمل)) راوړل او هغه به مې خرڅول او له دوی سره به مې چې کله اړيکه نيوله، نو استاد به سملاسي په منډه راته او ليده کاته به يې له حکمتيار او نورو بنسټپالو سره کول.
اوس خو مسعود ورباني دواړه پر حقه دي او مړه دي، خو حکمتيار لا ژوندی دی. مفسر هم دی او په حديثو کې هم ګوتې وهي، که رښتيا ووايی چې دوی ته به يې څه پيغام راوړ؟ له چا يې راوړ؟
استاد سياف ((محدث)) ومفسر ((حکمتيار))
مولوي صاحب،
په جهادي دوران کې ستاسو په پېښور کې به پر ظاهرشاه ښکاره د ((کافر)) فتوی ورکول کېده. زما ښه په ياد دي چې يوه ورځ پبو ته تللی وم او استاد سياف له الحمد ثنا وروسته لومړۍ وينا د دعوت والجهاد پوهنتون په تالار کې د مرحوم پاچا محمد ظاهر شاه په تکفير پرانيستله. حکمتيار خو لا تراوسه داود خان و ظاهرشاه ته کافر وايی.
خو ښه شوه چې محدث کابل ته ولاړ او دا يې درک کړه چې زه خو تېروتلی وم، نو له ډېرې چاپلوسۍ نه يې لومړی همده ورته مېلمستيا کړې وه، خو مفسر چې لا تراوسه د استخباراتو او پوځيانو تر نفوذ لاندې ده، نو له فتوی نه لا تراوسه لاس پرسر شوی نه دی. دا ځکه چې نوموړی لا د جماعت اسلامي تر نفوذ لاندې دی او جماعت اسلامي د نظاميانو و استخباراتو نژدې ملاتړی دی.
مولوي عبدالصبور
ښه مولوي صاحب،
اوس به درته ستا د فتوی پورې د مولوي [مولانا]سميع الحق د پلار مولوي [مولانا] عبدالحق کيسه درته وکړم. زما د استاد سيد عبدالستار پاچا د خولې کيسه ده چې يوه ورځ مدرسې ته يو دوکاندار مولانا عبدالحق ته راغی او د يو طالب نه يې شکايت وکړ چې زما له دوکانه يې غلا کړې، نو هغه ورته وويل چې ته يې پېژنې چې څوک وو؟ يا يې قوارتاً له مخ نه پېژنې، نو زه به يې راوغواړم او ستا حق به ترې درته واخلم، نو هغه ورته وويل چې داسې يې اوس نه پېژنم، ځکه چې ټولو طالبانو سپينې جامې او سپينې پګړې په سر کړي دي، نو زه به يې اوس څه وپېژنم، نو هغه ورته چې ته يې نه پېژنې، نو زه به اوس څه وکړم او څوک به درته راونيسم؟
مولانا صاحب ورته وويل چې زه ته اوس لاړ شه. که بيا درغی يا دې وپېژنده راشه او يا يې هملته ونيسه، خو زما طالب (طالبان) غلا نه کوي. دا ختمي سرکوزی غل دی چې د طالب په جامه کې ستا دوکان ته درغلی او غلا يې درنه کړې ده، کنه زما طالب غلا نه کوي. طالب چې طالب وي هغه هېڅکله غلا نه کوي، خو دا ختمي کوم غل دی چې د طالب سپينې جامې يې اغوستي او نوره د طالب په نوم له خلکو غلا کوي.
نو ګرانه مولوي صاحب،
افغانان د خپلو مشرانو سپکاوی وتوهين هېڅکله نه کوي او نه يې تکفيروي، خو دا چې د هغه وخت له نړيوال زبرځواک وښکېلاکګر او يا يې د تاريخ په اوږدو کې له زبرځواکونو او ښکېلاکګرو سره تل په مېړانه ډغرې وهلي، نو بيا پرې د خپلې ماتې او نورو شومو موخو او سياسي - اقتصادي ونظامي ستراتژيکو موخو او عُمق لپاره يې بيا تل د طالب وملا په سپينه جامه کې د مذهب له پرېښتو کار اخېستی او تکفيري فتواوې يې رامخته کړي چې موږ په دې نژدې درې – څلور لسيزو کې د اغيارو له لاسه سخته تکفيري ټاپې وزغملې. په داسې حال کې چې دوی د فتوی هېڅ مستحق نه ول.
مولوي صاحب،
تاسو چې ږيره خرييل بيديني ګڼۍ، نو بيا ولې تاسو بنسټپالو جماعت اصلاح او نورو په ګډه په کابل د جنرال حميد ګل فاتحه واخېسته؟ د هغه خو هم ږيره نه وه، نو منحيث يو عالم تاسو څنګه د يو بيدينه ږيره خرييلي فاتحه په کابل کې واخېسته؟ ايا اسلام د يو ږيره خرييلي بيدينه د فاتحې اجازه ورکوي؟ نو چې خپله د پرديو د نظاميانو او استخباراتو د مشر فاتحه اخلئ، نو بيا ولې شاه امان الله خان ته د بيدينه خطاب کوئ؟ يا د الله تعالی انصاف داره لږ په ګرېوان کې سوچ وکړه؟
مولوي صاحب،
له ملا ګوډه جبرائيل عليه السلام مه جوړوه. د پرښتې وانسان توپير په کار دی. نص په غور ولوله. په تفسير او تحقيق يې ځان ژور پوه کړه. په تشبيهاتو کې دې خيال اوسه داسې نه چې خطا نه شې.
عربي شيخان خو يو هم ږيره نه لري. معمر القذافي وحسن مبارک هم نه لرله، خو زموږ په جهادي دوران کې دې ټولو له موږ سره مرسته کړې. له هر چا زيات د قذافي اړيکې له حزب اسلامي سره ښې وې. اوس هم هغه دی چې همدغه عربي شيخان زموږ له جهاديانو، طالبانو او داعشيانو سره کوي، نو چې داسې ده، نو بيا ولې له دې ږيره خرييلو بيدينو څخه مالي مرستې ترلاسه کي او خپل خلک پرې وژني؟
رجب طيّب اردوغان
مولوي صاحب،
ښاغلی اردوغان خو هم ځان بنسټپال بولي. له سعودي سره هم تار لري او همغه سعودي بيا السيسي ته په ميلياردونو ډالر ورکړل او ډاکټر مرسي يې ورته له واکه ليرې کړ. قطر هم له اخوان المسلمين سره خواخوږي لري، خو له سعودي سره هم يارانه پالي. مصري ولسمشر جنرال السيسي خو هم د مصر ولس په تېره بيا د اخوان المسلمين وينې توی کړې، خو هېچا پرې لا تراوسه د بيدينۍ فتوی ورنه کړه، هغه هم ږيره نه لري.
د روسي جيټ الوتکې په نښه کولو کې خو پرې روسيه دعوه وکړه چې کورنۍ يې له داعش سره د تېلو په کاروبار کې شريکه ده. ده خو انکار وکړ او ويی ويل چې که پر ما دا ثابت شي، نو زه له دندې لاس اخلم، خو روسانو د تېلو د کاروان هغه ټوله سيمه د ستيلايت له ليارې وښووله.
نتېجه :
مولوي صاحب،
فتوی نظر opinion يا مشوره advise ده چې دې منله ښه، که دې ونه منله، نو کافر کيږې پرې نه. فتوی بايد له کتاب الله او له سنتو سره برابره وي، که پر کتاب الله او سنتو باندې استناد نه وه، د اعتبار وړ نه ده. کله چې نااستواره فتوی پر کتاب الله وسنت مدار د اعتبار نه ده، نو سياسي، عنادي، فاشيستي، مارکسيستي، سامراجي وښکېلاکګرې فتواوې هېڅکله مدار د اعتبار نه دي.
ائمه ((امامان)) په ځينو احکامو ومسايلو کې متفق او په ځينو کې مختلف دي، خو يو هم پر بل باندې د کفر فتوی نه ده لګولې، نو بنسټپال له ائمه وو زيات د فتوی مستحق نه دي.
درست ده چې د هغه ، د هغه وخت ځينې اصلاحات به زموږ محتاطې ټولنې conservative society له نبض سره برابر نه ول، ولې په مجموع کې د هغه کارونه زموږ ټولنې ته د قدر وړ دي او خلک يې درناوی کوي. له شک پرته چې پاچا يو مسلمان او وطنپال شخص وو. د ده همدغه اسلامولي او وطنپالي د دې ښکارندويي کوي چې هغه د خپل ځان لپاره د ولس وينې توی نه کړې او د مخه ښې او تګ په وخت کې يې وويل چې خير دی يو زه نه دې پکې نه يم، خو ولس مې دې ارام وي.
نن موږ پخپله ټولنه او ګاونډ او نړۍ کې ګورو چې شاهانو څومره د خپل قدرت لپاره د خپلو ولسونو وينې توی کړې او څومره يې خپل ولسونه وځپل چې نن هغه دی موږ په خپله ټولنه کې د سر په سترګو ګورو چې يو وړوکی سرګروپ څوک خالي سلاح کولی نه شي او د خلکو وينې او د پردی مال، غصب، چور وچپاول ورته هېڅ نه ښکاري او نه ورته کوم ارزښت لري.
ارزونه :
مولوي صاحب،
ستاسو سل فتواوې د امان الله خان له يوې نرې خبرې سره ورته نه دي.
هغه د کابل د ښاريانو پدې لويه غونډه کې دا وينا چې اوس د هرافغان پر ژبه ده ،چې ((زه ځان او خپل هيواد په کور دننه او بهر کې آزاد او خپلواک اعلا نوم . پس له دېنه موږ د نړۍ د نورو هيوادونو په شان يو آزاد او خپلواک هيواد يو؛ هيچاته به په هيڅ ډول دا حق اواجازه ورنه کړو چې زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکې لاسوهنې او مداخلې ته زړه ښه کړي ؛ او که څوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې په دغه توره ورپرې کړم ،او خپله توره يې له تېکي راويسته ، مخ يې د انگليسانو سفير ته چي په دغه غونډه کې ناست وو، واړاوه او ځينې ويې پوښتل : پوه شوې چې ما څه وويل ؟ هغه په ډيره وارخطايي سره وويل: بلې صاحب ! پوه شوم))
کاشکې چې زموږ دې تش په نامه ږيرورو ((جهاديانو، طالبانو، داعشيانو)) کې وای، نو ولې به د چا د غلامانو په تاڼو له ربړونو او شکنجو نه وژل کېدای، ولې به يې څوک پټ پخپلو نظامي قشلو کې پټ ساتلی چې يو خو يې بالاخره د دوی له مرکز سره نژدې څو کيلومترۍ کې هغه هم په يوې نظامي قشله کې وموند او څوک يې په روغتونونو کې مړه شول، څوک يې ووژل، څوک يې لت وکوب کړل او څوک يې امريکا ته په لاس کې ورکړل او څوک يې لا تراوسه په زندانونو کې پراته دي د ښې وبدې پوښتنه يې نه شي کولی، او څوک يې له اده باده ويستل او اعصاب يې ورخراب کړل چې نن يې رسنيو ته هم نه پرېږدي او چا ته له رسنيو سره د ازادو مرکو اجازه هم نه ورکوي. بيا همدغه ډول خلک پر خپلو مشرانو د تکفير ټاپې وهي.
مشوره :
ټول علمای کرام برابره خبره ده چې بنسټپال وي او که نه، بايد د فتوی په ورکولو کې احتياط وکړي. د اسلامي علومو ترڅنګ ټولنپوهنه او ورسره تاريخي وسياسي پوهه ولري داسې نه چې د چا له خوا په شعوري يا ناشعوري توګه يا په بله مانا په اګاهانه يا نااګاهانه توګه د چا د سياسي او نورو موخو ښکار شي. د فتوی ورکول پخپله يو مسووليت دي. په بې مسووليته فتواو کې بايد احتياط وشي.
په درنښت