په بلخ کې د هند پر قونسلګرۍ د حملې په اړه تازه معلومات ښايي چې دا برید د یوې بهرنۍ تروریسي ډلې له خوا ترسره شوی دی.امنیتي چارواکي وايي چې د دې وسله والې حملې څخه تر لاسه شوي لاسوندونه او معلومات دا ښايي چې د هند پر قونسلګرۍ د برید تر شا د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې لاس دی.د بلخ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري وویل چې د حملې له پای ته رسېدو وروسته دوی د وسله والو حمله کوونکو ټلیفونونه او داسې نور اسناد ترلاسه کړي چې څرګندوي دا برید د چا او کومې ډلې له خوا ترسره شوی؛ خو اوس د امنیتي ملحوظاتو له امله نه شي کولی دا معلومات له رسنیو سره شریک کړي او د خپلو څېړنو له بشپړېدو سره به ټول جزییات رسنیو ته په ډاکه کړي.