هغه څه چې ملا صبور د امان الله خان په اړه وویل، هیڅ پاکستاني دیني عالم یې جرأت نه لري چې د پاکستان د بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح په اړه یې ووایي. نه د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر قاضي حسین احمد او نه یې اوسنی مشر سراج الحق په عامه ځایونو کې د جناح په وړاندې په سپکو خبرو کولو نه دي تورن سوي. داسي ښکاري چې د جمعیت اصلاح ملا صبور، چې د سراج الحق د جماعت اسلامي سره په اړیکو لرلو تورن سوی دی، نه یوازي د دین اساساتو ته په سپکه سترګه ګوري (چې امان الله خان د ږیرې په خرولو او د لنګوټې په نه تړلو مرتد بولي)، بلکه د هغه وخت د سیمې او نورو اسلامي هیوادونو د حالاتو او تاریخ څخه هم بی خبر دی.
د پاکستان بنسټ ایښودونکي علي جناح د ژوند تر پای پورې سګرټ او شراب څیښل او د خوک غوښه یې خوړله. ویسکي او شمپین د جناح د خوښې شرابونه وه. جناح نه په خپل مورنۍ ژبې ګجراتي و نه په اردو، چې د هندوستان د اکثریتو مسلمانانو ژبه وه، خبرې نه سوې کولای. جناح ټول ژوند په انګریزي خبرې او لیکنې وکړې. په دې اړه په کاناډا کې میشت پاکستاني تاریخپوه ښاغلي طارق فتح اوږدې څیړنې کړي دي. د جناح میرمنې، چې په اصل کې زردشتۍ وه، د ژوند تر پای پورې آزاد کالي اغوستل. داسي آزاد کالي چې د امان الله خان میرمنې ملکې ثریا د کالو سره د پرتله کولو وړ نه وه.
د دې سر بیره، جناح غوښتل چې پاکستان یو سیکولار هیواد وي، چې هلته دین د دولت سره هیڅ ډول تړاو ونه لري. خو نن ډیر کم کسان په پاکستان کې په دې اړه خبرې کوي. جناح ته په پاکستان کې څوک د مرتد او بي دین خطاب نه کوي. د دسمبر ۲۵، د جناح د زیږیدنې ورځ، په پاکستان کې رسمي رخصتي ده. د دې تر څنګ، جناح ته په پاکستان کې د قاید اعظم او بابای قوم لقبونه ورکړل سوي دي، او د ده د لقبونو وروسته د (رح) دعا هم پسي کیږي. نه مذهبي ډلې او نه غیر مذهبي ډلې ور پسې سپکې خبرې نه کوي. پاکستان په ډیر مهارت د جناح واقعي ژوند مسخه کړی او د هغه څخه یې یو اسلامي شخصیت جوړ کړی دی. ملا صبور به هیڅ وخت د دې جرأت و نه کي چې جناح پسې په پاکستان کې هغه خبرې وکي چې ده په افغانستان کې امان الله خان پسې وکړې.
په هغه وخت کې چې امان الله خان ژوند کاوه، په مصر کې د اخوان المسلمین جګپوړي غړیو ږیره خروله. نن هم د ازهر پوهنتون په لس ګونه علمأ او د دکتورا په کچه فارغان ږیره خره یي. د تیرې پیړۍ ستر اسلامي عالم امام محمد ابوزهره، چې د ازهر د پوهنتون د اسلامي څیړنې غړی هم و، ږیره خروله. په عامه توګه اسلامي علمأ په دې نظر دي چې د ږیرې خرول مکروه کار دی. خو ټول علمأ په دې ټکي متفق دي چې د ږرې په خرولو مسلمان نه کافر کیږي. په همدې شان، د لنګوټې يا پټکي په نه تړلو نه څوک ګناهکاریږي او نه کافر کیږي. د لنګوټې تړل په هيڅ مذهب کې نه د لمانځه په اصولو کې راځي او نه هم د لمانځه په شرایطو کې. که یوازي د ږیرې پریښودل او لنګوټې تړل د دې سبب ګرځي چې په یو هیواد یا ټولنه کې هوساینه راسي، دا خبره د بنسټه نا سمه ده. د مجاهدینو د اسلامي دولت دوه لومړي مشران صبغت الله مجددي او برهان الدین رباني او د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم ږیرې درلودې او هم یې لنګوټې تړلې. خو د هیواد بدبختي د دوی په وخت کې اوج ته ورسیدله.
امان الله خان، هغه شان چې ده خپله وروسته اعتراف وکړ، د اصلاحاتو په راوستلو کې یې عجله وکړه، چې وروسته د هیواد کورني او بهرني دښمنانو ور څخه ناوړه ګټه واخیستله. د آزادۍ د اخیستلو او د افغانستان د پرمختګ په خاطر د اصلاحاتو راوستلو تر څنګ، امان الله خان د پاچاهۍ د بیرته اخیستلو پر سر د یوې لنډې جګړې وروسته، د دې لپاره چې د افغانانو وینه د افغانانو په لاس توی نه سي، د جګړې دوام څخه یې ډډه وکړه او هغه هیواد یې د تل لپاره پریښود، چې ده یې خپلواکي ګټلې وه. دا اخلاقي جرأت او سیاسي اراده د افغانستان په ډیرو ږیره لرونکو او لنګوټه لرونکو واکمنانو کې نسته. هغه لنګوټه او ږیره به څوک څه کوي چې د خاوند د لاسه یې د بیګناه خلکو وینه توی سي. فکر نه کوم په هیڅ هیواد کې به د هغه هیواد د خپلواکۍ ګټونکی او د پرمختګ بنسټ ایښودونکی دومره توهین سي لکه امان الله خان چې هم په خپل ژوند کې توهین سو، او هم له ژوند څخه وروسته کله ناکله توهینیږي.
په پای کې باید یوې خبرې ته پام وکړو: هغه دا چې د ګوډ ملا، ملا صبور او د دوی د همفکره خلکو کارونه او خبرې یوازي امان الله خان ته نه دي متوجه. د امان الله خان څخه پنځه لسیزې وروسته، د مرحوم داود خان په وخت کې، د کابل او پولي تخنیک پوهنتونونو څو تنه محصلین او استادان پاکستان ته وتښتیدل او د داود خان په ضد یې د ناکام پاڅون کوښښ وکی. دوی د پاکستان د سوسیالست لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو او د انګریزانو جوړې کړل سوې استخباراتي ادارې، آی-اس-آی، څخه د داود خان غوندې یو مومن، مسلمان او په هیواد مین شخص په وړاندې د مرستې غوښتنه وکړه. همدا خلک وروسته د جهاد تر نامه لاندې، د آی-اس-آی تر څنګ، د سی-آی-ای او سعودي استخباراتو لمن ته ورولویدل او د هیواد په ورانولو کې یې سمه ونډه واخیستله. د ۱۹۷۰ لسیزې څخه تر ننه پورې افراطي ډلې د افغانستان د ورانولو لپاره د پاکستان څخه د دین او جهاد په نامه مرستې اخلي. ملا صبور هم د دغې لړۍ یوه برخه ده، په دې توپیر چې دی د دوست په کالو کې خپله اجنډا مخ ته وړي.
د جنوري۷، د کاناډا ټورنټو ښار