افغان دولت د ایران او سعودي د اړېکو پر خرابېدو خواشینی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65830
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-01-07

افغان حکومت د سعودي عربستان او ایران ترمنځ په اړیکو کې پر وروستي کړکېچ خواشیني څرګنده کړه او له دواړو هیوادونو یې وغوښتل چې خپل اختلافات حل کړي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې،ویلي:«افغان دولت باور لري،چې د دغو دوو اسلامي هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا نه د دوی او نه هم د سیمې او نړۍ په ګټه ده، نو د سعودي عربستان او د ایران د اسلامي جمهوریت له دوستو هیوادونو په درناوي غوښتنه کوو چې هغه ستونزې د خبرو له لارې حل کړي چې د دوی په اړیکو کې د خړپړتیا سبب شوي دي.» په عربستان کې د یوه شیعه دیني عالم له اعدامېدو او په تهران او مشهد کې د سعودي عربستان پر دیپلوماتیکو مرکزونو د ایرانیانو له حملې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې شلول شوي او هڅه شوې چې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهل شي.