پاکستاني رسنۍ وايي، د اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې له خپلې رهبرۍ شورا څخه دوه مهم طالب مشران ایستلي دي.د
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د کوټې شورا د طالبانو دوه مشران ملا عبدالرزاق او ملا حسن رحماني په دې خاطر ایستلي چې د ملا اختر محمد منصور مشري یې نه منله.
ملا عبدالرزاق د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کورنیو چارو وزیر او ملا حسن رحماني د کندهار والي و.ایکسپریس ټریبیون وايي چې دوی دواړه تېر کال د طالبانو په هغه مرکچي پلاوي کې شامل ول چې د چین په ارومچي ښار کې یې د افغانستان د حکومت له پلاوی سره وکتل.
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه دا هم وايي، داسې شواهد نشته چې وښيي ملا اختر محمد منصور ژوندی دی.د ده د مشرۍ د مخالفې ډلې ویاند او مرستیال ملا عبدالمنان نیازی وايي چې ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی.