د افغان طالبانو يو قوماندان ملا محمد عالم پاکستان کې وژل شوى که څه هم ملا محمد عالم دطالبانو دلوړې کچې په کسانو کې نه و،خو طالبانو ته نژدې کسان نوموړی یو پیاوړی جنګي قومندان او دطالبانو نوي مشر تابه ته نژدې سړی یادوي. طالبانو منلې ،چې مولوي محمد عالم دپاکستان په بلوچستان کې وژل شوی. درپوټونو له مخې دطالبانو دغه قومندان تېره ورځ مازیګر نا څرګندو وسلوالو هغه وخت وواژه ،چې له کوټې ښار نه دکچلاغ پر لور روان و. ویل کېږي دنوموړي سره یو بل کس هم وژل شوی، خو نوم ېې نه دى په ډاګه شوی. طالبانو ددې پخلی کړی ،چې ملا محمد عالم په زابل ولایت کې د طالبانو د یوې وړې ډلې مشري کوله. تر اوسه ددغه طالب قومندان دوژني مسولیت چا په غاړه نه دی اخيستی ،دطالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي دملا محمد عالم وژنه دخپلو دښمنانو کار بللی خو مخامخ ېې دچا نوم نه دى اخیستی.