په کونړ کې د هوایي برید له کبله څلور پاکستاني اورپکې وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65836
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-01-09

سیمه ییز چارواکي وايي، د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې څلور پاکستاني وسله وال وژل شوي دي. د کونړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل وايي، برید نن سهار ۷ بجې د شلتن ولسوالۍ اړوند چوګام سیمه کې شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم په همدې سیمه کې په یوه هوايي برید کې یو شمېر وسله وال مخالفین وژل شوي وو.