معصوم ستانکزی:په ورستیو کې د ملي اردو دجلب کچه ډېره لوړه شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65837
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-01-09

د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي په تېرو دوو میاشتو کې د ملي اردو د جلب او جذب کچه په بې ساري توګه لوړه شوې ده. معصوم ستانکزي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې په یاده موده کې نږدې لس زره ځوانان د ملي اردو له لیکو سره یوځای شوي او دا مهال یې روزنه روانه ده. ولسي جرګې نن په هېواد کې د امنیتي وضعت په اړه د دفاع سرپرست د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سرپرست استجواب کړي وو.