حکومت ته نږدې سرچينې وايي چې د سولې په اړه د اسلام اباد په راتلونکې غونډه کې به د پروسې پر ماهيت، مېکانېزم او پلان باندې بحث او تصميم نيول کېږي.
د سولې لومړى پړاو خبرې د ١٣٩٤ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې په اسلام اباد کې ترسره شوې،ټاکل شوې وه دويم پړاو خبرې يوه مياشت وروسته ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې له امله دا لړۍ وځنډېده.
ټاکل شوې ده چې د مرغومي په ٢١مه، د دوشنبې په ورځ د سولې دويم پړاو خبرو د مېکانېزم جوړولو په موخه ياده څلور اړخيزه غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي.
حکومت ته يوې نږدې سرچينې وويل، چې د اسلام اباد په دغه غونډه کې به د سولې پروسې پر ماهيت، ميکانېزم او پلان بحث او تصميم ونيول شي.