چارواکي وايي د ملي اردو د تېرې یوې اوونۍ د عملیاتو په لړ کې په سرپل کې ۴۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي.
په شمال کې د شاهین قول اردو د دوهمې لوا قوماندان غلام فاروق احمدي وايي، دغه عملیات د سر پل په قلعه سوخته او یو شمېر نورو سیمو کې شوي دي.
احمدزی زیاتوي، یاد عملیات د خرابې هوا له امله درول شوي او په مناسب وخت کې به بېرته پیل شي.