افغانستان یا د غرب د سیاسي فرضیو لابراتور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65844
بسم الله بسمل
دخبریدو نیټه : 2016-01-09

که څه هم تاریخ پوهان او ټولنپوهان د انقلاب په تعریف، بڼه او د ویش په عواملو او معیارونو په یو خوله ندي ، څوک یی په شپږو، څوک یی په دریو او څوک یی بیا په دوه برخو ویشئ، په هر صورت لاندی لنډ محاله لاملونه په ګډه سره د انقلاب زیږوونکي بولئ.
اول: د سیاسی اقتصاد بحران: کله چې په یوه ملي جغرافیه کې حاکمه اداره د قیمتونو بیکاری په کنترول  او د منابعو عادلانه ویش کې بریالی نشی نو ملت د ملي پاڅون په لور اول ګام پورته کوي.
دوهم: د روڼ فکرو ناخوښي: کله چه د روڼ فکرو وفاداری د سیاسي نظام په اړه کمه او د یوی نوی ایدولوژی په لټه کې شي د حاکم نظام مشروعیت په اړه یی څرګندونې ورځني بوختیا شی نو عامه اذهان د ملی انقلاب په لور دوهم ګام پورته کوي.
دریم: د حاکمي اداره خپل منځي اختلاف : دوه سری اداري چه د مینځ لارو حکومتونو  اړینه مشخصه او مهمه بیلګه ده په یوازی ډول یی یو هم د کامل قدرت مالک نه وی نو د مخالفینو د ځپلو په وړاندی متردد او دوه ګونې دریځ نیسی نو له همدی امله انقلابینو ته خپله بریا شونی شکاری او د انقلاب په لور دریم ګام پورته کوي.
څلورم : جګړه : جګړه د انقلاب ماما بلل کیږي.  د جکړی لومړنی ګزار د یوی ملي جغرافی یه مالې او اقتصادي نظام وي چه تورم او بی کاری یی اولني زیږنده وی او په خپل نوبت سره د جګړی څخه وګړیزه ستومانتیا او د حکومت څخه کرکه ورځ تر بلی زیاتوی او له دی کبله د سولی په ارمانی حرکت لاس پوری کوي نو په ترځ کشی یی د انقلاب په لور څلور ګام پورته کوی.
پنځم: په رعیت او و وګرو مالي فشار: کله چې د حکومت مالې لګوښتونو د بیلا بیلو د لاملو له کبله زیات شي او یا یی د مختلفو د لایلو له کبله د بیلګی په توګه (جګړه) مالې عواید کم شی مالی فشارونه په هستوګنو وګړو زیاتوي چه دا په خپله په خلکو کې د حکومت په وړاندې کرکه پیدا کوی او د انقلاب په لور یو بل ګام پورته کوي.
پورته لاملو ته په کتو سره په افغانستان کشی شرایط او حالات انقلابی دی. دلته تورم اوبیکاری او ټولنیز نامسوارت خپل اوج ته رسیدلۍ ده ، د روڼ فکرو رټل حکومتي دود او فرهنګ ګرځیدلی دی ، دوه سری حکومت نړۍ په رسمیت پیژندلی دی، تپل شوی جګړه په قوت سره روانه ده او هره ورڅ ولایتونه د سقوط په درشل کشی وی په اصنافو مالی فشار اکتفا ونشوه ، ان تر دي چې په ګرځنده تیلیفونې کارډ هم لس سلنه مالیه ولګول شوه.
ایا دا ټول تصادفی او طبعی دی؟ او که نه تجربی؟
ځواب ښکاره ده چې تجربی دی ، غربی استعمار ګران غواړی پدی کړنو سره رادیکال محافظه کار او فاشیستی وګړی وهڅوی او د هیواد د ویش په عقیده او ایدیالوژی رهبران جوړ او د افغانستان تجزیه شونی کړي لیکن ځه د سعدي صاحب لاندې شعر ورته زمزمه کوم.
ترسم نرسی به کعبه ای اعرابی : به این ره که تو میروی به ترکستان است. 
 


07.01.2016