سرچینې وايي، افغان سټ یو سپوږمکۍ چې په فضا کې د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ سپوږمکۍ وه د سقوط پر برید ولاړه ده او افغانستان هر کال له همدې امله نولس میلیونه ډالره زیان کوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د دغه کار تر ټولو ستر لامل د وزارت بې پروايي او په فساد دی.
افغانستان د ۲۰۱۴ کال د مې میاشتې په لسمه چې د ۱۳۹۳ کال د غویې له لسمې سره برابره وه، په لومړي ځل د «افغان سټ یو» په نوم په مصنوعي سپوږمکۍ فعاله کړه.
افغانستان دا سپوږمکۍ له یوه فرانسوي شرکت «یوټل سټ» په څلور میلیونه ډالر پېرل شوې ده.
د مخابراتو د وخت وزیر امیرزي سنګین ویلي وو، له دغه سپوږمکۍ به افغانستان هره کال پنځلس میلیونه ډالر عواید هم ولري؛ خو اوس سرچینې وايي، چې «افغان سټ یو» سپوږمکۍ د سقوط په حال کې ده، چې له یو لوري افغانستان عاید نه ترې لري او له بل لوري هر کال باید یوټل سټ شرکت ته څلور میلیونه ډالر هم ورکړي.
د مخابراتو په وزارت کې یوې باوري سرچینې سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، چې ځینې بهرني مرستندویان چمتو دي د افغان سټ یو تخینکي ستونزې حل او فعالیت ته چمتو کړي؛ خو د مخابراتو وزارت په رهبرۍ کې شته فساد ته په کتو په خپله وزیر دغه کار ته نه دی چمتو.
سرچینې ویلي افغان سټ یو سپوږمکۍ د دوولس ټرانسفانډرونو وړتیا لري چې له یوټل سټ څخه یې دوه دانې د کال په څلور میلیونه ډالر اخیستل شوي وو؛ خو دا هر څه تر اوسه په خیال کې پاتې او عملي اړخ نه لري.
سرچینې همدراز زیاته کړه چې افغانستان نه یوازې دا چې تر اوسه د افغان سټ د فعالیدو لپاره هېڅ ګام نه دی اخیستی بلکې هره ورځ له همدې لارې زیان ویني او عواید هم له لاسه ورکوي.
دې سرچینې وویل، چې څلور میلیونه د سپوږمکۍ کلنۍ بیه او پنځلس میلونه ډالر کلنی عاید افغانستان اوس تاوان کوي چې ټول یې نولس میلیونه ډالر کیږي.
د مخابراتو وزیر د ناقانونه ګومارنو په اړه په دې ورستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼ مکتوبونه خپاره شوي؛ خو وزیر د ولسي جرګې په استیضاحیه غونډه کې وویل چې د کسانو ګومارنه یوه اړتیا او د ده صلاحیت دی.
عبدالرزاق وحیدي څلور ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې پر ده لګېدلي تورنه بې ځایه وبلل.
د مخابراتو وزارت پخوانی ویاند نصرت رحیمي هم وايي چې افغان سټ یو د سقوط پر برید ولاړه ده.
رحیمي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې د وزارت پخوانۍ رهبرۍ افغان سټ وپېرله او په یوه کال کې یې د ګټه اخېستلو لپاره چمتو کوله؛ خو اوس کال هم اوښتی او سپوږمکۍ د نه ګټه اخیستو له امله د سقوط برید ته رسیدلې ده.
دده په وینا پخواني وزیر پر ځمکه د هغه سټیشن د جوړولو چارې هم پیل ته نږدې کړې وې، چې د سپوږمکۍ څپې به په افغانستان کې ویشي؛ خو د نوي وزیر په راتګ سره دا هر څه بیرته له منځه ولاړل.
هڅه مو وکړه د د افغان سټ یو سپوږمکۍ د حالت په اړه د مخابراتو وزارت رسمي نظر هم ولرو خو له بیا بیا هڅو سره بریالي نه شوو.