همیانۍ ورځپاڼې ته رسېدلي معلومات څرګندوي چې په افغانستان کې د خصوصي مخابراتي شرکتونو له خوا د 3G په نوم د انټرنېټ وړاندې کېدونکي خدمتونه 2G دي او دغه شرکتونه له خلکو د تري جي په نوم پیسې اخلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت شاوخوا درې کاله مخکې په لومړي ځل په افغانستان کې خصوصي مخابراتي کمپنیو ته د چټک انټرنېټ د درېیم نسل «3G» خدمتونو د جوازونو د وېش لړۍ پیل کړه.
اوس مهال په افغانستان کې د GSM سیستم لرونکي څلور مخابراتي شرکتونه د تري جي انټرنېټ خدمتونه وړاندې کوي.
د انټرنېټ د درېیم نسل دغه خدمتونه د افغان بېسیم، روشن، اېم ټي ان او سلام مخابراتي شرکتونو له خوا وړاندې کېږي، چې خلک ترې راضي نه دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط همیانۍ ته وویل، چې په افغانستان کې له یوه خصوصي شرکت پرته یو شرکت هم تر اوسه تري جي خدمتونه نه دي وړاندې کړي.
سرچینه زیاتوي چې په افغانستان کې مخابراتي شرکتونه د تري جي په نوم له خلکو څو چنده ډېرې پیسې اخلي، په داسې حال کې چې حکومت په دې موضوع ښه خبر دی، خو اقدام نه کوي.
د سرچینې په وینا یو ګېګا بایټ «1GB» انټرنېټ چې په څه باندې ۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، د سیمې د هېوادونو په پرتله څو چنده لوړه بیه لري او خدمات یې هم له بیو سره متناسب نه دي.
سرچینې زیاته کړه، چې یادو شرکتونو د مکالماتو او انټرنېټ په برخه کې په افغانستان کې یو تور بازار رامنځته کړی چې په وینا یې یو هم په بازار کې د سالم رقابت اصل ته پام نه کوي.
سرچینې وویل:«مخابراتي شرکتونو له وزارت نه د تري جي جوازونه ترلاسه کړي دي، خو یو یې هم د تري جي معیاري خدمتونه نه عرضه کوي. دا د مخابراتو وزارت دنده ده چې د هغوی پر فعالیتونو څارنه وکړي، خو یو شمېر چارواکي له شرکتونو سره په دې معامله کې شریک دي.»
د هغه په وینا مخابراتي شرکتونه په حکومت کې پراخ نفوذ لري او نه پرېږدي چې د دوی د خپلسریو مخه ونیسي.
ولسمشر غني څو میاشتې وړاندې د خصوصي مخابراتي شرکتونو مشران ارګ ته ورغوښتي وو او له هغوی څخه یې د خدماتو د ښه کولو خدمتونه کړې وه.
ویل کېږي چې په دې برخه کې د ولسمشر د یوه سلاکار له خوا نوموړي ته یوه طرحه هم وړاندې شوې وه، چې د انټرنېټ په بیو او کیفیت کې د بدلون په اړه په کې ځینې وړاندیزونه شوي وو.
خو دغه طرحه تر اوسه عملي شوې نه ده او ښکاري چې یو شمېر کسان د مخابراتو په سکتور کې د اصلاحاتو مخه نیسي.
د کابل یو شمېر ښاریان هم د انټرنېټ له تري جي خدمتونو خوښ نه دي او د مخابراتو پر وزارت نیوکه کوي چې د مخابراتي شرکتونو پر فعالیتونو څارنه نه کوي.
کابل ښاریان وايي چې په افغانستان کې نه یوازې د تري جي انټرنېټ بیې لوړې دي، بې کیفیته هم دي او ان د کابل ښار په ډېرو سیمو کې د تري جي خدمات له سره نه شته.
د دوی په وینا په کابل ښار کې د تري جي د پوښښ ساحه ثابته نه ده، په یو ځای کې کار کوي او په بل ځای کې هېڅ کار نه کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې ۱۳ نیم میلیونه وګړي ټیلیفون ته لاسرسی لري.
له دې جملې شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي د انټرنېټ تري جي خدمتونو ته لاسرسی لري.
په داسې حال کې چې حکومت له تېرو څلور میاشتو راهیسې د مخابراتي حق الخدمت په نوم له هر تن ټیلیفون کاروونکي څخه د لس سلنه مالیې اخیستل پیل کړي دي، خو د خدماتو کیفیت ته پاملرنه نه کوي او مخابراتي شرکتونه له هر ډول محدودیت پرته په بېلابېلو نومونو له مشتریانو پیسې شکوي.