د ایران او سعودی کړکیچ که د منځنۍ ختیځ بی ثباتې ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65858
بسم الله بسمل
دخبریدو نیټه : 2016-01-12

د ایران او سعودی کړکیچ  که د منځنۍ ختیځ بی ثباتې ؟
پدې ورځو کې ایران او سعودي کړکیچ زور اخیستی ، نړیوالۍ رسنۍ نسبتآ او  آسیایی رسنۍ په پوره ډول ګرمی کړي دي، که څه هم ایران بی پریتوب د سورې ، عراق او د یمن په جګړو د نړیوال په خولی د پخوا نه تر پوښتنی لاندې وو لیکن د سعودی او ایران کړکیچ ورسته له هغه ګرام شو چې سعودي شعیه مذهبی مشر د نورو سني مذهبه مشرانو په کتار کې یو ځای سعودی حکومت اعدام کړ ، چه په سلسله کې یی ایرانیانو د سعودی سفارت ته اور ورته کړ او بیا سعودی خپلي دیپلوماتیکې او اقتصادی اړیکې د ایران سره وشلولی.
 که نوموړی کړکیچ او بحران ته د مذهبی ، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي څلور لینزه دوربین نه زیر شو نو بشری او مذهبی ناورین زیږونکې ښکاری چه په اسلامی نړې به په عمومي ډول او په افغانستان به ځانګړې ډول خپلی اغیزی او تاثیرات و لری.
 جوته ده چی مسلمانان د احکامی او فقهی اختلاف نه پرته کلامی یا اعتقادی اختلاف هم لری چه په مسلمه امت کې یی د اختلاف کافی واتن رامنځ ته کړیده. د کلام یا اعتقاد پر بنسټ اختلافی مهم مکاتب یی شعیه ، معتزله، اشاعره او مرجیه پیژندل شوی دې.
 دپیژندی له موخی باید اظهار کړم چه ایرانیان په داسی حال کې عمدتا د شعیه ډلې اعتقادی اصول منی سنی مذهبه مذهبی پرګنی پکشی هم میشت دی همدارنګه سعودی عرب میشته پرګنی او قومونه عمدتا اعشاریه یا د سنی ډلی اعتقادی اصولو پاپند دی.
دواړه هیوادونه د همدی اعتقادی اصولو له مخی په خپل وار سره په منځنی ختیځ کشی د شعیه مذهبو او سنی مذهبو هیوادونو لارښود ځان بولی، ولی د ختلافاتو څرنګوالی او کیفیت ددی لیکنی موخه نده نه ځکه یی د تفصیل نه ډډه کوم.
 د شلمی پیړی په آخرو لسیزو کې د ایران او عراق جګړه چه کله ګرم پړاو ته ورسیده سعودی خپل نظامی او سیاسی ملاتړ د عراق د سنی مذهبه حکومت نه ملاتړ اعلان کړ او عملا یی مرسته ورسره کوله ، چی دی کار د ایران شعیه مذهبی حکومت د سعودی پر وړاندی پوره عقده من کړ او په تقابل او عمل مثل یی لاس پوری کړ نو ځکه یی د یو یشتمی پیړي لمړی لسیزه کې د سعودی ته په یمن کې پوره سرخوږی جوړ کړ ان تر دی چې د سعودی حکومت مجبوره شو چې سعودی په مشری د څو عربی هیوادونو ګډ ایتلاف جوړ کړې او د ایران پلوه هوسی یاغیانو مقابل کې عملا د جګړې ډګر ته راووزي.
د سیاسی او اقتصادی اړخه دواړه هیوادونه یمن ته څیرمه په خلیج فارس کشی سرحدی او د تیلو د استخراج په سر ناندری او ستونزی د پخوا څخه لری.
که څه هم دا کړکیچ په ګرمه جګړه بدلیدل د عقل او منطق له مخی لږ څه بعیده ښکاری او په سیاسی جوړ جاړی محتمله ده لیکن خدای مکړه د دوهم احتمال په صورت کشی په اسلام او افغانستان پوره ناوړی اغیزی کولای شی.
اول  د افغانستان په شمول په ټوله نړی کښې په تیره بیا د مینځنی ختیځ اکثره هیوادونه د دواړو مذهبو یعنی سنی اوشعیه معقدین او باور لرواوونکې لری او ملتونه یی اعتباری یعنی غیر ذاتی وحدت لرونکی دی نو که خدای مه کړه د جګړی اور بل شو نو لمن به یی ټولو اسلامي هیوادو ته و ورسیژی او د مسلمه امت مرګ په شمول به د اسلام ټغر تکړه تکړه شی.
ثانیآ ددی احتمالی جګړی لړی افغانستان ته راتلونکې ده پداسی حال کې چه د افغانستان ټولنیز وحدت هم اعتباری دی او د اعتبار سریښ یی وګړیز، قومي او سیاسي ګټی دی نو د شعیه او سني عنوان لادندی مدنی جګړه به هیواد کې محتمله ده.
د بله پلوه په اوسنی حالت کښی د هیواد ټپی بدن او ناتوانه جسم  اقتصادی مرحم او پټی ته ډیره سخته اړتیا لری دا په داسی حال کې ده چې د پاکستان سره مو د پولی ، امن او بندر کړکیچ په ګرم پړاو کښې ده نو د چابهار بندر یواځینی اقتصادی او ارزانه بدیل ښکاری.
 په پایله کښی افغانستان ، عراق او پاکستان ته پکار دی چې پدی کړکیچ کښی د منځګړیتوب رول ولوبوی او د سعودی او ایران مسایل د خبرو له لاری حل کړی او که چیری زمونږ حکومت، پاکستان ته ورته یو طرفه دریځ غوره کړی او  یو،  یا د بل هیواد نه حمایت وکړی نو یوه ستره ، سیاسی او نظامی تیروتنه یی له وړاندی بولم.
12.01.2016