کابل مېشتي او له پاکستانه وتلي طالب مشران د کوم وخت په انتظار دی ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65859
مولوي احسان الله ـ کندوز
دخبریدو نیټه : 2016-01-12

 

افغانان له آره خورا زيات عاطفي خلک دي ، داسې چې د واقعيتونو په درک کولوکې زياتره وخت د خپلو انګېرنو ، عواطفو او ټولنيزو باورونو تر اغېز لاندې راځي او ډېر لږ کولای شي په مستند ، واقعي او بې پرې ډول د يوې پېښې يا کوم شخص په هکله قضاوت وکړي . که څوک ډېر نه خوابدی کيږي نو د طالبانو اسلامي تحريک کې دغه ښکارنده ان له تبليغيانو هم لا زياته معلوميږي . لکه چې د خپلو مشرانو په هکله ډېره زياته خوشباوري درلودل او داسې ګڼل چې له هغوی به هيڅ ډول تېروتنې نه کيږی او داسې نور . له دې تمهيده زما مقصد دادی چې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په ژوندانه کې به د کشرانو طالبانو دغه شان باورونه ښايي تر ډېره واقعيت ته ورنزدې وو ، سره له دې چې بيا هم يو تحريک ، ډله او جماعت په يو ، دوه کسو هيڅکله د سپېڅلتيا مقام نه شي ترلاسه کولای خو موږ به پردې هم کفايت وکړو مګر د ملا صاحب تر وفات وروسته خو حالات هر چا په سترګو وليدل . ځکه خو اوس ان هغه احساساتي طالبان چې پر وړاندې يې هيچا په بې اودسه خوله د امارت نوم نه شو يادولای ، هم مکلف دي چې خپل ګرېوان کې سر ښکته او په واقعي توګه جريانات وڅيړي . پاتې شول هغه جګپوړي مشران چې د بېلابېلو وجوهاتو له امله له پاکستانه وتلي يا بهر پاتې شوي ، نو دوی خو په دې هکله تر هر چا زيات مسؤليت لري چې د دې سرښندونکي تحريک د اوس او راتلونکې په هکله خورا زيات غور و څېړنه او خپلو کې سلا مشورې وکړي . راځئ نور له هغو کليشه يي شعارونو تېر شو چې ګوندې زموږ د تحريک يا امارت اړيکې يوازې الله متعال سره دي او هماغه ذات په دې سپېڅلي جهاد او مبارزه کې زموږ مرسته کوي او په همدې غيبي امداد به پرمخ ځو . يا دا چې زموږ مشران اوس هم د جهاد تودو سنګرو کې پراته دي ، نه پاکستان ته راغلي او نه ورسره اړيکې لري او داسې نور . راځئ دا ومنو چې موږ هم انسانان يو ، ډېرې نيمګړتياوې او اړتیاو لرو ، وېره ، هيله او د شهرت  حرص لرو او له همدې امله دا ممکنه ده چې زموږ له ډېرو مشرانو سره د پاکستان او نورو هېوادو ګڼو جاسوسي کړيو غوږ جنګولی وي ، هيله يې ورکړې وي او د خپلې طبعي چارو ته يې هڅولي وي .

ايا داسې څوک شته چې نه يوازې د طالبانو بلکې په مطلق ډول د هرې بلې ډلې په هکله د خونديتوب داسې کوم تضمين کولای شي ؟ بيا نو ولې په  زياترو طالبانو دا خبره ډېره بده لګيږي چې ملا اختر محمد منصور او د هغه ځينو ملګرو سره به د پاکستان پټ لاسونه مله وي ..؟

ايا د مرحوم ملا صاحب د وفات خبر تر څه د پاسه دوو کلو پورې پټ ساتل او بيا په داسې کودتايي شکل د نوي مشر ټاکنه موږ ته همدا پيغام نه راکوي .؟

ايا د ملا صاحب زوی مولوي محمد يعقوب ، ورور يې ملا عبدالمنان، محمد رسول اخوندزاده ، ملا حسن رحماني ،ملا عبدالرزاق ،ملا عبدالقيوم ذاکر، کابل کې مېشت  ملا عبدالسلام ضعيف ، متوکل ، اکبراغا او .............

همداسې په ترکيه ، قطر او دُبّي کې دېره ملا اغا جان معتصم او ملا طيب اغا هر يو په دې نه پوهيږي چې يقيناً اوس هغه پخوانۍ سپېڅلتيا نه ده پاتې .؟

همدا وجه ده چې ګڼ شمېر علماء ، طالبان او نور نامتو اشخاص له  امارت او تحريکه بېل شوي او هر يو په خپله لار روان دی . په هغو اشخاصو کې چې له ډېرو کلونو راهيسې له پاکستانه بهر پاتې شوي لکه ملا اغا جان معتصم ، وکيل احمد متوکل عبدالسلام ضعيف ، اکبر اغا او نور د طالبانو د تحريک له پيله بيا د امارت پنځه کلنه موده کې خورا مشهور او پېژندل شوي کسان دي چې هر يو ډېره تجربه ، سياسي درک او پوره نفوذ لري .

 مثلاً ملا اغا جان معتصم چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ملاصاحب ته تر ټولو نږدې کس ، د ماليې وزير او بيا د امارت له سقوطه وروسته د همدغه ملا صاحب مرحوم  په امر د سياسي کميسيون مشر او د رهبرۍ شورا غړی ټاکل کېدل او  همدا راز د مالي چارو مسؤلیت ور تر غاړې کېدل هغه څه دي چې نوموړي ته یې په طالبانو کې پراخ نفوذ ورکړي دي.

همدا راز طیب اغا چې ډېر کلونه د ملا صاحب سکرتر او بيا د قطر د دفتر مسؤل ؤ ، خورا پېژندل شوې څېره ده چې سیاسي هلو ځلو یې د طالبانو په منځ کې ډېر قدر ورکړی دی .

 خو له بده مرغه چې په طالبانو کې تر ټولو يو ناوړه باور دادی چې که د دوی يو ډېر نامتو کس هم له پاکستانه وتلی يا په راشه درشه کې څه مشکل ورته جوړ شوی نو هغه بيا په زغرده په  بغاوت او دښمن سره په اړيکو تورن شوی دی.

  چې دغه مفکوره په يقيني توګه پر اوسني امارت د پاکستان د استخباراتي ډلو د ښکاره او څرګند اغېز واضح دليل دی .

د مثال په ډول ، ملا اغاجان معتصم د طالبانو د حکومت په وخت کې ملا صاحب ته ډېر نږدې کس وو، د مالیې وزیر یې ټاکلی وو ، د خاص هیئت مشر وو او بلا ډېر کارونه یې نور ورباندې کول.

تر سقوط وروسته یې د تحریک په بیرته را ژوندې کولو او انسجام کې تر هرچا ښه ونډه وه ،  چې ملاصاحب مرحوم  د سیاسي کمیسیون مشر ، د رهبرۍ شورا غړی او د مالي چارو مسئول ټاکلی وو  او نږدې پنځلس کاله یې د طالبانو په لیکو کې د یوه بامسئولیته او مهم مشر په حیث کلیدي رول ترسره کړ ، خوچې د ځيني استخباراتي هڅو په مخ کې یې خنډونه اچول پیل کړل نو نه یوازي داچي په مرمیو یې سوری سوری کړ بلکې په پاکستان کې ورته نور پاتې کېدل یې د مرګ په غیږ کې د خوب کولو په معنا شول.

نوموړي له مرګه په تېښته په زخمي زخمي وجود دغه هیواد پرېښود  خو له ډېره بده مرغه چې ملګري یې د حال احوال ، جوړ او ناجوړ پوښتنه وکړي برعکس یې په ښو درنو ټاپو ونازاوی.

همدا راز طیب اغا د طالبانو په حکومت کې د ملاصاحب سکرتر وو ،ترسقوط وروسته یې مهم سیاسي مسئولیتونه ادا کړل او د تحریک لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې خو چې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو د استخباراتي شبکو د لاس وهنو مخنیوي ته را وړاندې شو بیا د خپلو ملګرو لخوا په ښه پریمانه ټاپو ونازول شو او په تحریک کې پنځلس کلن خدمت ته یې هیچا توجوه ونه کړه .

نوموړی یې له تحریک سره په بې وفایي او جفا تورن کړ او ډېرې نورې خبرې یې هم ورپسې وتړلې.

ملامحمد رسول اخند ، ملا محمد حسن رحماني ، ملا عبدالرزاق ، ملاعبدالقیوم ذاکر ، او داسي لسګونه نور طالب مشران هم همدغه شان را واخله چې نږدې اتلس شل کاله یې د طالبانو  په لیکو کې نه ستړې کېدونکي خدمتونه وکړل او د ملاصاحب مرحوم د اعتماد وړ کسان وو خو چې په صف کې د ځيني خودسرانه کړنو او اجنبي اغیز د مخنیوي لپاره لاس په کار شول نو نه یوازې داچي له صفه و ایستل شول بلکې په ډېره ګستاخانه توګه په ډول ډول نومونو ونومول شول.

خبره دلته خلاصه نشوه بلکې سلګونه علماء کرام هم د دغو خاصو کړیو هدف وګرځېدل او خورا توهینونکې خبرې ورپسې وشوې.

 خو دا هم بايد ووايو چې د دغو ټولو کړنو په مقابل کې بيا هم له پاکستانه وتليو طالبانو هيڅ هم نه دي کړي .

 يعنې دوی ځانونه غلي اچولي ، خپلو کې يې هيڅ کومه سلا مشوره نه ده کړې او پر تحريک يا اوسني امارت يې د پاکستان يا نورو بهرنيو کړيو د اغېز خبره نه ده افشا کړې .

 په هر حال اوس خو معلومه شوه چې د طالبانو د اسلامي تحريک مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد دوه نيم کاله پخوا وفات شوی ، ډېر مهم مشران هم نا خبره ساتل شوي او بيا د نوي مشر په ټاکلو کې هم نه دي پوښتل شوي .

بيا تر هغه وروسته داسې پېښې هم منځ ته راغلې چې په مجموع کې يې طالبي سمعت ته سخت زيان واړاؤ ، انشعابونه منځ ته راغلل ، په رسنيزه توګه خبره تور و تهمت ته ورسېده . ملا محمد رسول آخوند او ملګرو يې په هېواد کې دننه يو بل امارت اعلان کړ ، چې بيا وروسته دومره اړ و دوړ منځ ته راغی چې سل ګونو مجاهدينو ته پکې مرګ ژوبله ورسېده او بالآخره د هېواد د دوه نيم زره ديني علماؤ په فتوا او کلکه غوښتنه ايله څه نا څه اور بند او کراري منځ ته راغله .

 خو بل لور ته له دې ټولو ناخوالو او ناوړه جرياناتو سره سره کابل مېشتو طالب مشرانو نه څه وويل ، نه یې وکړل او خدای مې دې غاړه نه بندوي نه به يې کومه ورځ خپلو کې څه يادښت ، مشوره يا د نورو ملګرو سره کومه رابطه کړې وي .

پر دې سربېره اوس خو دوی پاکستان او نور ښکېل هېوادونه هم ويني چې يو ځل بيا د طالبانو په غياب او زموږ د هېواد راتلونکي برخليک په هکله جرګې او مشهورې کوي .

 نه پوهېږو دوی به لا نور د څه شي انتظار کوي ؟ ايا دوی په دې هيله دي چې اوس به هم د ملا صاحب په کرامت ټولې ورانې ويجاړې ورته سمې شي ! يا دا چې نړيوال به د دوی په ګټه فيصله وکړي او که دې ته ناست دي چې وسلوال طالبان يو ځل بيا کابل ته ننوځي ، ارګ ونيسي او دوی ته ست وکړي نو بيا به ځينو اداري او انتظامي چارو کې مرسته ورسره وکړي !  که داسې نه وي بيا نو ولې په رڼو سترګو  ورته ګوري چې پاکستان يې تحريک او ملګري برمته کړي خو دوی هيڅ نه وايي .

 ايا پر همدغه حال د اوسني امارت په هکله چوپ پاتېدل په يو ډول دهغه د صحت تقرير او منل نه دي؟ او بيا د همداسې چوپ اوسېدلو له امله چې په زرګونو کشران او ناخبره طالبان او مجاهدين په بې مقصده جګړو کې لګيا دي نور هم وژني او خپله هم له تفاتو سره مخ کيږي ، دا به هم کوم مسؤليت لري او کنه ؟

سره له دې چې دوی په طالبانو کې پوره اغېز لوی نوم او ښه شهرت هم لري .

 نو ايا دوی نه شي کولای چې د يو شمېر نورو په خبره پوهېدونکو شخصيتونو ، بابصيرته علماؤ او ځيرکو طالبانو سره خبره شريکه او هغوی يو داسې نوښت ته راوبولي چې هم زموږ د مسلمان ملت په ګټه وي ، هم د هېواد ملي منافع تأمينوي او هم د خپلواکۍ تر لاسه کولو ته لار هواروي .

 زموږ په خيال اوس وخت رارسېدلی چې کابل مېشتي طالبان او ټول هغه اشخاص چې په وروستيو جرياناتو کې يوه او بله خوا ګوښه شوي ، خپلو کې سره جرګه او د خبرو اترو له لارې لږ تر لږه يو څو هغه ټکي ومومي چې دوی پکې ورته نظريات لري ؟

په دې ډول دوی کولای شي د څو مهمو موضوعاتو په هکله يو واحد  دريځ غوره او هماغه د رسنيو له لارې اعلان کړي .

دا مانا چې ضرور نه ده څو په هر اړخيزه توګه هغوی ټول سره يو مکمل توافق او وحدت ته ورسيږي بلکې دا مهمه ده چې د خپل هېواد ، ملت د طالبانو او حکومت د روانو جګړو په هکله يوازې خپل اتفاقي نظريات په ګډه د خپل ملت تر غوږو ورسوي او دا هم يقيني ده چې د دوی تر منځ په ډېرو موضوعاتو کې کامل يووالی او ورته والی هم موجود دی .

 زموږ په خيال ښايي د دوی دغه شان ګډ مجلس او مذاکره به هم د هېواد او ملت په ګټه وي او هم به د روانو جنګ جګړو په هکله د طالبانو اسلامي تحريک خواخوږو ته د يوې مشورې او لارښوونې کار ورکړي .

د هېواد د يووالي ، خپلواکۍ او سوکالۍ په هيله .