برمته شوی کاناډایی د یوې پټې معاملې له مخې خوشې شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65863
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-12

د غزني امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له طالبانو سره برمته کاناډایي کس د یوې پټې معاملې پر اساس خوشي شوی دی. د کاناډا یاد تبعه کولن ریترفورټ نومېده چې پنځه کاله مخکې طالبانو د وردګو په سیداباد سیمه کې ونیو او بیا د هغوی له خوا په غزني کې بندي و. دغه کاناډایي د ۱۵ کسانو او پیسو په بدل کې د دو شنبې ورځې غرمه ۱۲ بجې د ګیرو ولسوالۍ په خال سیمه کې په داسې حال کې تبادله شو چې شاوخوا ۲۵۰ وسله والو ورته کلک امنیتي تدابیر نیولي وو. د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل ويلي، چې د وسله والو او کاناډایانو ترمنځ د یاد کس د تبادلې پر مهال په سیمه کې چورلکې هم لیدل شوې دي. استخباراتي معلومات په ډاګه کوي چې د دغه کاناډایي تبعه د خوشي کولو پر مهال د غزني او زابل لپاره د طالبانو والیان او د کوټې شورا یو استازی هم حاضر وو. بل خوا د ملي شورا غړي د کاناډایانو دغه کار د افغانستان د ملي حاکمیت نقض بولي او وايي، له وسله والو سره دغه راز معاملې په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل ګرځي. د ملي شورا غړي پر دې ډول پټو معاملو د افغان حکومت چوپتیا او نه خبرتیا د انتقاد وړ بولي او له اړوندو ارګانونو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره یې په اړه سپیناوی وکړي. خو بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې یوازې د دغه کاناډایې تبعه د خوشي کېدو هرکلی کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ویلي: ((کاناډا له افغانستان سره په مختلفو برخو کې ډېرې مرستې کړې چې موږ ورڅخه مننه کوو او خوښ چې یاد کاناډایي تبعه خوشي شو.)) دغه راز د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دغه تبعه د راخوشي کولو په برخه کې قطر مرسته کړې ده او له دې امله یې له یاد هېواده مننه کړې ده. قطر تر دې وړاندې هم د یو امریکایي سرتېري د تبادلې منځګړتوب کړی و. وسله والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې کولن ریټرفورټ د انساني خواخوږۍ او اسلامي سپېڅلي اخلاقو له مخې د قطر اسلامي هېواد په منځګړیتوب، د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم ازاد شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې یو امریکایې سرتېری باو بریګدال هم د یوې ورته معاملې په ترڅ کې له پنځو مهمو طالب مشرانو سره تبادله شو.