د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، د ولسمشر تر امر وروسته يې د سلګونه جريبه ځمکو د غصب په تور دوه کسان نيولي او زیاتوي چې دوسيې به يې څارنوالۍ ته وسپاري.
ولسمشر غني روانه اونۍ جلال اباد ته په سفر کې د ننګرهار امنيه قوماندان ته په تونده لهجه امر وکړ چې د ځمکو د غاصيبو نوملړ جوړ او ژر تر ژره يې ونيسي.
امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد ووايي د غاصبینو د نیولو لړۍ یې پیل کړې ده او تر اوسه د کانال د ۲۵ هکتاره ځمکې د غاصبينو له ډلې يو مهم کس حاجي غلام فاروق او په بهسود ولسوالۍ کې يو ملک چې ۳۵ جريبه ځمکه یې غصب کړې ده،نیول شوي دي