کندوز کې د ملي اردو يو سرتېرى د غير قانوني وسله والو له لوري وژل شوى او دغه راز په نيمروز کې د نشه يي توکو يوه فابريکه له منځه وړل شوې ده.
د کندوز د خان اباد ولسوالۍ چارواکي وايي چې پرون ماښام يو شمېرغير قانوني وسله وال د ولسوالۍ مرکز ته له خپلو وسلو سره يو ځاى د ننوتو په هڅه کې و،چې د ملي اردو د سرتېرو له لوري ورته د وسلو د کېښودو سپارښتنه وشوه.
د دوی په خبره غيرقانوني وسلوالو پرې ډزې وکړې او د ملي اردو يو سرتېرى يې وواژه.
بله خوا بیا په نيمروز ولايت کې د نشه يي توکو د توليد يوه فابريکه هم له منځه وړل شوې ده.