د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارډ اولسن وايي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي او امریکا به په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.
د ارګ د خبر پاڼې له مخې ریچارډ اولسن تېره ورځ له ولسمشر غني سره په ارګ کې وکتل. د سرچینې د معلوماتو له مخې،د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي چې د اسلام اباد په څلور اړخیزه غونډه کې یې د امریکا استازیتوب کاوه، د یادې غونډې د پرمختګونو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.
اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحده ایالاتونو له مرستو او د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې پروسې د ملاتړ له امله د امریکا له حکومت څخه مننه وکړه او په دې برخه کې یې د امریکا او چین د استازو څارونکی رول مهم وباله.
غني باعزته او تلپاتې سوله د افغانستان اساسي موخه او غوښتنه وبلله او زیاتوي،چې ترهګري د افغانستان ، پاکستان، ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو ګډ ګواښ دی، چې پر وړاندې یې ګډې او رښتینې مبارزې ته اړتیا ده.